یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهغني: د امریکا په وتلو ملاحظه نه لرم، موږ خپل امنیت ساتلی...

غني: د امریکا په وتلو ملاحظه نه لرم، موږ خپل امنیت ساتلی شو

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: ولسمشر غني د امریکا غیرانتفاعي بنسټ (TED) ته په وینا کې ویلي، افغان حکومت د امریکايي ځواکونو وتلو ته اندېښنه نلري.
نوموړی وايي، پر ځای دې دې چې کابل په دې تړاو اندېښنه وکړي بلکې هغه پایلې امریکا وسنجوي چې له افغانستان څخه په وتلو به دغه هیواد ته د ترهګرۍ له پلوه څه پېښ شي؟

ولسمشر ویلي، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د موضوع په اړه هیڅ ملاحظه نه لري، بلکې په وینا یې افغان ځانګړي ځواکونه اوس په سیمه کې دویمه درجه ځواک بلل کېږي او افغان هوايي ځواکونه هم درې چنده پراخه شوي دي چې دوی ټول د خپل هېواد امنیت نیولی شي.

خو ولسمشر غني ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل باید مسوولانه او سیستماتیک وي اود افغانانو تر منځ له یو توافق څخه وړاندې د دوی د ځواکونو وتل به د سولې په پروسه تاثیر واچوي.

ولسمشر همدا راز ویلي، طالبان د افغانستان یوه برخه وګړي دي او له پامه نه شي غورځېدلای، نو ځکه اړتیا ده چې له دوی سره خبرې وشي: (( خو طالبان هم باید ومني چې د افغانانو له غوښتنې پرته هیڅ نه شي کولاینو اړتیا ده چې سیاسي حل لاره ولټول شي.))

ولسمشر غني همدا راز هیله ښودلې چې د بندیانو د تبادلې پروسې په تکمیل سره به افغاني مذاکرات هم پيل شي، خو زیاتوي د تاوتریخوالي له کموالي سره سره لا هم د طالبانو لخوا بریدونو کې تلفات زیات دي: (( په اوسط ډول د افغان ځواکونو ورځني تلفات له ۳۰ تر ۳۵ تنو پورې دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت شورا هم د طالبانو لخوا په تاوتریخوالي کې د زیاتیدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو تېره اوونۍ ۲۹۱ افغان ځواکونه وژلي او ۵۵۰ نور یې ژوبل کړي دي، حال دا چې افغان ځواکونو یوازې له ځانه دفاع کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب