شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبرښنا شرکت:د دشت الوان – ارغندي برښنا لاین غځونې کارونو کې پرمختګ...

برښنا شرکت:د دشت الوان – ارغندي برښنا لاین غځونې کارونو کې پرمختګ شوی

تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: د برښنا شرکت وايي، د دشت الوان او ارغندي تر منځ د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د غځولو چاره کې زیات پرمختګ شوی دی.

د برښنا شرکت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۵۰۰ کیلو ولټه په ظرفیت د دغه لاین د غځونې په پروژه د اسیايي بانک ۱۷۳ میلیونه ډالر لګښت راځي.
دغه لاین د بغلان، پروان او کابل څخه تېرېږي او د میدان وردګو، غزني، زابل، کندهار، لوګر، خوست، پکتیا، غزني او پکتیکا بریښنا به ورسره تامین شي.

یاد ریاست ادعا کړې چې په دې پروژې سره به د مرکزي ولایتونو تر څنګ د جنوب، جنوب لویدیځ او جنوب ختیځ ولایتونو د بریښنا ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د رژیم په له منځه تلو ۱۹ کاله تېر شول خو لاهم د افغانستان ګڼې سیمې دایمي بریښنا نه لري.
که څه هم افغانستان په وروستیو کلونو کې زیاته وارداتي بریښنا ترلاسه کړې، خو اوس افغان حکومت هڅه کوي له خپلو زیرمو څخه د هیواد بریښنا تامین کړي.

1 COMMENT

  1. نو دا هڅه به کله په عمل بدله شي ، چې بابا راغلی دي او هڅې روانې دي !!
    که دوی واقعا غوښتلی نو نن به د هڅو په ځای لاسته راوړنې راپور کیدلی ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب