تاند، پنجشنبه، د سرطان ۵مه: لویه څارنوالي وايي، د روان مالي کال له پیله تر اوسه په شپږو میاشتو کې ورسره پر ښځو د تاوتریخوالي یو زر او ۱۷۳ پېښې ثبت شوې دي چې یوازې ۲۴۹ پېښې یې د کورونايي قرنطین په موده کې رامنځته شوې دي.
پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي برخه کې د لویې څارنوالۍ مرستیاله سینا شنا منصور وايي، د تېر کال د قوس له میاشتې راهیسې دوی سره د تاوتریخوالی یو زر او ۱۷۳ پېښې ثبت شوې دي چې د وهلو ډبولو ۲۴۹ پېښې یې په قرنطیني موده کې په کورونو کې پېښې شوې دي.
نوموړې همدا راز وايي، په دغو شپږو میاشتو کې له ماشومانو سره د بشري حقونو د سرغړونې ۷۳۲ پېښې هم ثبت شوې دي.
بلخوا لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې پر ښځو د تاوتریخوالي پېښو کې د جنسي تېري، وهلو ډبولو، ځورونې، اجباري واده، د واده له حق څخه ممانعت، په کوچني سن کې واده، میراث او نورو برخو کې پېښې ثبت شوې دي: (( په دغو څه باندې زرو پېښو کې کابل له ۳۳۹ پېښو سره د ټولو ولایتونو په سر کې دی، هرات بیا له ۹۴ پېښو سره دویم ولایت دی، خو دایکنډي له ۶۷ پېښو، تخار له ۶۶ پېښو، ننګرهار له ۶۳ پېښو او بلخ له ۵۷ پېښو سره یو په بل پسې راځي.))
نوموړی وايي، پر ښځو دتاوتریخوالي ۵۴۸ پېښې داسې دي چې هغوی ډبول شوې دي: (( په همدې ترتیب مو د ځورونې ۱۴۱ پېښې، د جنسي تېري ۱۲۱ پېښې ثبت کړې دي.))
نوموړی وايي، لویې څارنوالۍ پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څانګه رامنځته کړې چې ژر به کار پيل کړي.