شهید ګیله من وزیر د کوزې پښتونخوا د شمالي وزیریستان رزمک سیمې اړوند د اسد خېلو کلي یو سرشاره انقلابي شاعر، د ازادۍ ارمان جن، او د لوی افغانستان داعي وو. دغه د ازادۍ جراره بلبل، د پښتون ملت سیاسي او امنیتي مسائلو یو رسا غږ چې همیش يې د خپلې خاورې د روان استبداد او تباهۍ ټول عوامل لکه: ګونګ سیاست، د مطایعه پاکستان په نوم بې بنیاده او درواغجن تاریخ او د ارضي تمامیت مسائل په خورا هنر او ولسي عام پهمه شاعرۍ سره برملا کړي.
ګیله من وزیر د پښتون ژغورنۍ غورزنګ مرکزي شورا غړی وو چې د پښتون قوم لپاره یې د حماسي شاعرۍ له لارې د پښتنو د بېداۍ، د حقوقو دفاع او ټولنیز عدالت د ټینګښت پیغامونه وړاندې کول.
د غلامۍ له ژونده سل ځله بهتر دی مرګۍ
د ازادۍ د ننګ په لار کې معتبر دی مرګۍ
راځئ دې کار ته اول خپله ګیله من تیاره یم
سبا ته هم نه ایسارېږم دا دی نن تیار یم (ګیله من وزیر)
ښاغلي ګیله من وزیر د افعانستان اسلامي جمهوري دولت درې رنګه نسکور شوی ملي بیرغ بیرته هسک او رپاند وساته، د هر پښتون په زړه کې یې امید او مینه پیدا کړه، لکه د لمر یې حقایق روښانه کړل، همدا وو چې د خپلې انقلابي مبارزې په ترڅ کې یې د حقونو اوهویت ساتنې انګیزې په پار پښتنو ته یو ځانګړۍ واضح روډ ماپ جوړ کړ.
ګیله من وزیر د خپلې مبارزې په ترڅ کې په مسلسله توګه تهدید شوی، زنداني شوی، سخت شکنجه شوی مګر هیڅکله تسلیم نه شو او یو قدم هم له خپلې مبارزې په شاه نه شو، همیش به د خپلو مبارز ملګرو تر څنګ هسک لکه د غر ولاړ وو. د زندان د شکنجو په اړه یې د “یوشتمې پړۍ دوزح” په نوم کتاب لیکلی چې لا تر اوسه نه دی چاپ شوی.
ګیله من وزیر د يوې اوږدې او ستړې انقلابي مبارزې وروسته، د استراحت په پار له فاني دنیا څخه رخصت واخیست، او په درې رنګه ملي بیرغ کې د شهادت په ابدي خوب بیده شو، خو افکار به یې تل زموږ په زړونو کې وي، روح او نظریات به یې د سولې، اتحاد او هویت ساتنې الهام را کوي.
اروا ښاد ګیله من وزیر چې نن زمونږ تر منځ نشته، خپل بیده ملت یې پر مرګ را ویښ کړ. بدبختانه، دا زموږ د ټولنې یو تریخ حقیقت دی چې د خپلو ملي شخصیتونو ارزښت راته پس له مرګه څرګندیږي. ګیله من وزیر، غازي امان الله خان، او شهید ډاکټر نجیب الله د افغان تاریخ هغه درنې څیرې دي چې مبارزې او سرښندنې یې پس له مرګه پیژندل کیږي.
د ګیله من وزیر مبارزې مرام او حقیقي معرفت د ده جسد وکړ، هر افغان یې د ویر انځور پر هواله رسنئ را ځړولی او په ټول وطن کې د ویر او ماتم ټغر خور دی. په دې اړه دري ژبي وروڼه څه ښه ضرب المثل لري: “عقل افغان پسان می آید” نو رښتيا ده چې موږ به اوس را ویښیږو، ګیله من جانان به پر مقالو او اشغارو کې ستایو، په پوهنتونونو کې به دوکتوراوې پرې کوو، خو دغه د لوی افغانستان داعي له موږه ارمانجن ولاړ.
نن چې د شهادت په خوب بیده دی یو ځل بیا یې ټول پښتون ملت پر خپله جنازه را ټول کړ، پر مرګ يې هم د وحدت لوی تمثیل وکړ. هغه مړ ندی: اوس هم په هر مجلس، هره هجره او هره کوڅه کې تر پخوا لا ګویان دی. د ازادۍ دا کاروان چې نن یې پر قبر را ټول شوی، همدا یې یواځنۍ ارمان ؤ، های کاش یو وار یې په خپلو مبارکو سترګو لیدلی وای.
د جمهوریت د سکوت ورځ او د دې ستر انسان د شهادت ورځ د افغانانو د ژوند له سخترینو ورځو څخه یادیږي چې درست ملت یې په وجود مات کړ.
د ګیله من فراق پښتون ملت ته لکه د یتیم احساس ورکوي.
اې شهیده؛ ستا شجاعت، شهامت، او وقار ته دوه لاسي سلام.
ماشاالله ډیره ښه او په زړه پوری لیکنه وه د ګیله من وزیر مرګ ټول پښتانه ودردول جمال صاحب ډیرو ښو ټکو ته پکی اشاره کړی وه