دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+ترېسا مور څوک وه؟

ترېسا مور څوک وه؟

اسدالله غضنفر

27 کاله پخوا په دغو ورځو شپو کې (د ۱۹۹۷ د سپتمبر په پنځمه) تریسا مور د اووه اتیا کلونو په عمر وفات شوه. دې د خپلو خیریه کارونو په خاطر په ۱۹۷۹ کال کې د نوبل جایزه وګټله. د خیر ښېګڼې هغه موسسه چې دې جوړه کړې ده ، نن سبا په شاوخوا ۱۳۳ هېوادونو کې څانګې لري او تر څلور زره پنځه سوه ډېر کسان پکې د مرستې چارې تر سره کوي.

تریسا مور په خټه البانیایۍ وه. په ۱۹۱۰ کال کې دنیا ته راغله. اته کلنه وه چې پلار یې ومړ او اتلس کلنه وه چې د معنوي ژوند د پیلولو په نیت یې کور پرېښود. اول ایرلنډ ته لاړه چې انګریزي زده کړي او بیا هند ته لاړه شي چې غریبو ماشومانو ته وړیا سبق وښیي.

تریسا په ۱۹۲۹ کې بنګال ته ورسېده او بنګالي یې زده کړه چې د هند په دې سیمه کې د خیر چارې ورته اسانه شي. دې په کلونو کلونو بېوزلو ماشومانو ته بې پیسو درس ورکړ خو غوښتل یې لا ډېر څه وکړي. د کلکتې په لوی ښار کې د هغو بیوزلو ناروغانو خدمت یې لازم وباله چې په بیوسۍ او بېکسۍ کې به یې سا ورکوله. تریسا د لومړیو صحي زده کړو څو میاشتینی کورس ولوست او د ګوتو د شمېر ملګري یې پیدا کړل چې په یوه متروک معبد کې د بې وسه او بې کسه ناروغانو خدمت ته ملا وتړي. دې ډلې چې شمېر یې ورو ورو زیات شو، د لسګونو زره ناروغانو پالنه وکړه. په دغو ناروغانو کې ځینې روغ شول او هغوی چې آب و دانه یې تمامه وه، د خواخوږۍ په چاپیریال کې سا ورکړه. مسلمانو مرګیحالو ته به د قرآن کریم آیتونه تلاوت کېدل، عیسایي مرګیحالو خپلې مذهبي دعاګانې اورېدلې او بې وزلو هندوانو ته د مرګ په وخت کې د ګنګا اوبه راوړل کېدلې.

تریسا مور د نوبل جایزې د تر لاسه کولو په مراسمو کې د وینا په وخت خپله یوه خاطره بیان کړه چې د بوډاګانو د ساتنې یوه کور ته ورغلې وه. هورې وسایل په کافي اندازه وو، مګر د بوډاګانو په څېرو کې خوشحالي نه ښکارېده. دې د هغه ځای کارکوونکو ته وویل چې زموږ د دغسې مرکزونو اوسېدونکي خو خوشحاله وي چې ستاسې کسان ولې نهیلي ښکاري؟ کارکوونکو ورته ویلي وو چې دوی د اولاد د لیدو انتظار باسي او اولاد ورته نه راځي، ځکه یې زړونه مات دي.

د مور تریسا په نظر خواران، ناروغان او محتاجان یوازې مادي اړتیاوې نه لري بلکې زموږ د مینې او محبت تږي هم دي. دې ویلي دي: (یوازې په دې مه قانع کېږئ چې د پیسو مرسته وکړئ. پیسې کافي نه دي. پیسې به پیدا شي خومحتاج کسان ستاسې محبت ته محتاج دي. هر چېرته چې ځئ، محبت خپروئ!)

د تریسا مور دا خبره هم مشهوره ده: (د یو بل د ملاقات په وخت موسېدل مه هېروئ، ځکه موسکا د مینې پیلامه ده.)

دا وایي چې یو وخت د امریکا د مختلفو پوهنتونونو څورلس کسه پوهان کلکتې ته ورغلل او د مرګیحالو بیوزلانو د خدمت لپاره په جوړ شوي مرکز کې یې ورسره وکتل. یوه استاد ورنه وغوښتل چې داسې څه ورته ووایي چې تل یې په یاد وساتي. دې ورته وویل: (یو بل ته په موسېدلو سترګو او شونډو ګورئ. د کور غړي دې له یو بل سره مجلس ته وخت ورکوي او چې له یو بل سره خبرې کوئ، موسکا مه هېروئ.)

دا هم د دې قول دی: (هر چېرته چې ځئ محبت خپروئ. هیڅوک داسې مه رخصتوئ چې د راتګ تر وخت یې خوشحالي زیاته شوې نه وي.)

موږ اکثره ګومان کوو چې د ښو کولو لپاره شتمني پکار ده، خو نیکي کول شتمني نه بلکې تر هر څه ړومبی روغ نیت غواړي. تریسا بې وسه ښځه وه خو د ښه کولو ټینګه اراده یې لرله او د وخت په تېرېدو سره ډېرو شتمنو ورباندې باور وکړ او پیسې یې ورکړې چې د بیوزلو د خدمت لپاره یې ولګوي.

موږ د خیر اونېکي په معنا کې کله کله دومره غلط شو چې د بل ځورول سړیتوب راښکاري او د شاعر خبره مو هېره وي چې د وینو په تویولو کې نه بلکې د اوښکو په وچولو کې سرلوړي ده.

تریسا له انسانیت سره دومره مینه وکړه چې اوس یې هر څوک له نوم سره د (مور) کلمه راوړي او کله چې یوه مېرمن د خیر ښېګڼې په چارو کې نومیالۍ شي، مطبوعات او خلک یې په ستاینه کې ممکن (یوه بله تریسا مور) وبولي

2 COMMENTS

  1. ۱ – هغه څه چی غربی نړی او غربی رسنی او هالیووډ را وپیژنی نو هغه هغه ټول صحیح او سالم او د منلو وړ دی! !!!.
    ۲ – غربی نړی او د هغوی فکری استازی زموږ غوندی هیوادونو کی د دین ( چی مسلّماً منظور اسلام دی ) د نفی او حتی حذف هڅه کوی خو خپله د یوی او بلی لیاری د مسیحیت او د مسیحیت د حقانیت ! د اثبات هڅه کوی او پدی لیاره کی میلیارډ میلیارډ ډالرونه لګوی.
    ۳ – حسادت د بشر ستر دښمن دی ( د شیطان خصلت دی) او د حق او حقیقت په وړاندی منفی مقاومت د حسودانو کار دی ( هغه څه تریسا د مینی او مُسکا په هکله بیان کړی دی اصلاً د د اسلام د ستر پیغمبر سپارښتنه ده ټول بشر ته) او په صراحت ئی فرمایلی دی چی د مالی صدقی تر څنګ حتی یو بل ته وړوکی وړوکی مُسکا او خوږ تندی د صدقی حیثیت او ثواب لری.
    ۴ – فقط وږی او نادیده ګان او زلخوږی او بیده کسان د غرب د تبلیغاتو قربانی دی او فقط د ړندو او مړو زړونو درلوونکی کسان دا حقیقت نه منی چی:
    غربی استعمارګران او توطئه ګران پخپلو شیطانی نقشو او بمونو او باروتو زر بیګناه انسانان وژنی او زر ټپی کوی او د زرو کورونه ور ورانوی خو فقط لدی زرو څخه دوو کسانو ته تسلی او تسکین ور کوی او صوری مرسته ور سره کوی ( هغه هم د عامه غولَوَنی په موخه ).
    بناً
    غضنفر او احمد او محمود دی تریسا او بیل ګِتس او نور کاږه واږه موجودات پخپل جیب کی ټینګ وساتی چی باد ئی و نه وهی.

  2. ښاغلی غلام حضرت،
    د تل نقد کولو پر ځاې به دا هم کله کله ښه وي چې موږ د دې خلګو پر رنګ د خپلو ښځو ښېګڼې، حماسې او يا هم تاريخ وليکو چې يو وخت لکه د دوی (مور تريسا) په ښو صفاتو ياده شي.
    او بل دا ښه استدلال او منطق نه دی چې يو ښه انسان دې د بل مذهب په لرولو محکوم او ښېګڼې يې تر پښو لاندې کړو.
    تاسې لطف وکړی او د دومره اوږد کمنټ پر ځاې د يوې پښتنې او مسلمانې ښځې په باب يوه ښه مقاله وليکئ چې د نړۍ په تاريخ کې ځاې ونيسي او موږ ته هم الګو پاتې شي.
    هيله لرم چې زما له نظره خپه نه شئ، ځکه دا هم بيا يو نظر او وړانديز دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب