پوهاند دودیال
پېښه بالعموم د انسان له ارادې بهر یوه طبیعی زیان اړوونکې واقعه ده چې په ناڅرګند ډول مخې ته راځی. یو شمېر پېښې د انسان د تېروتنې او ناپامۍ او آن دا چې ممکن قصدي واقع شي. د ناوړه او زیان اړوونکو پېښو مثالونه لکه: سېلاوونه، اورلګېدل، زلزله، ترافیکې پېښې، واوره ښوئېدل(برفکوچ)، غر ښوئېدل او توپانونه دي. له پیښو څخه موخه هغه ناوړه ناڅاپي واقعات دي چی د بشریت ژوند، چاپیریال، اقتصاد، روغتیا اوامنیت ته زیان رسوي. پېښې لویې غمیزې له ځان سره لري؛ ځینې وخت یې بشري، مادي او معنوي ناوړه تاثیرات نه جبران کیدونکی وي. له پېښو د بچ پاتې کیدو او زیان یې اقل حد ته ټیټول یا د زیان مخه نیول یې امکان لري. د دې لپاره دنن ورځې پوهې ډېرتدابیر راښودلي او آن وسایل او تکنالوژی یې لرو. ځینې تدابیر د پېښو له واقع کیدو مخکې، خینی د پېښې په واقع کیدو او ځینی نور وروسته تر پېښې اجرا کیږي. ټول مهم او هر یو خپل ځای لري.
پېښې(حوادث) خطرناک دي، خو د خطر اصطلاح ورته نه کارول کیږي. ممکن پېښې د بحران (crisis) سبب شي، اما پېښه بحران نه ده. دپېښو لپاره تدابیر، اقدامات او تاثیرات معلومول یې هم توپیر لري.
له بده مرغه د اقلیم منفی بدلون، د انسانانو بې سنجشه مفرط تخریبی فعالیت او غفلت پېښې زیاتې کړی، د دې مقصر ترډېره په خپله انسان دی. ممکن د انساني مفرطو او ناانډوله تشدیدی صنعت او نورو له امله داسې پېښو سره مخامخ شو، چې مخنیوی به یې ستونزمن وي، اما دیو شمېر پېښو لپاره تدابیر نیول کیدای شی.
زموږ هېوادوال تر ډېره له سیلاوونو او زلزلو متاثر کیږي. افغانستان دزلزلو دهغې کرښې خواسره واقع دی، چې د هندوکش له شمال تېره شوې ده. موسمي بارانو کی چې لوړ ارتفاعات، دغرونولمنې او دښتې له شنه فرش او ځنګلونو څخه لوڅې شوي او چکډمونه او نور د اوبو د مسیر دبېخطره کولو او د شدت د کمولو جوړښتونه نشته، د سیلاوونو احتمال زیات شوی دی. یوشمېر پېښې د قوانیونو او مقرراتو په وضَع کولو کنترول کیږي لکه ترافیکی حادثات او اورلګېدل. سره له دې چې افغانستان لکه د نورو هېوادو په شان د حوادثو اداره لري، خو متاسفانه لاهم ستونزې لرو. موږ اقلاً دومره ونه توانیدو چې ولس ته د کورونو دجوړلو سیمې او د هر موقعیت او اقلیم سره سم د کور جوړلو طرز او نقشه وښیو. ولس په ناپوهی دسیلاوونو مخه کی کورونه جوړوی، خو دحواثو او ښارجوړلو یا ولسوالی چارواکي ورته لارښوونه نه کوي. یوه مشهوره کیسه را پاتې ده: وای یو سړی چېرې زمکه اخیسته، چې ناڅاپه یې څو ښوی کاڼي ترسترګو شول(کومې تیږی چی د اوبو مسیر کې وی زیږوالی یې له منځه ځي) نو پوه شو چې دلته کوم وخت سیند و، یا سیلاو تېر شوی، د دغو یو- دوو ګاټو(تیږو) په لیدویې ډېر ژر پښې سپکې کړی او ویې ویل دلته خامخا بیا هم اوبه راتلونکی دي!
پخوا به چې کله چا کور جوړاو، نو په غویانو یا میښو به یی نیمه ورځ خټه ورته پخه کړه، د دیوال پخڅې به یومتر بردرلود، متاسفانه اوسنی کورونه ډېر سرسری او بې سنجشه جوړیږي. د کچه دیوالونو په لرلو چتونه ډېر وزن لري.
د پیښو مدیریت (disaster management) کی مصابینو سره عاجله مرسته او بیا یې د تاثیراتو رغاونه راځي. دپیښو یا حوادثو مدیریت کولای شي حوادث، دحوادثو علایمو اود اثراتواندازه باندې تمرکزوکړي. د پولیتخنیک پوهنتون کې د سیسمومتری(Seismometry)، هایدرولوژی، هایدرومتری او جیوفزیک څانګو ته کلکه اړتیا لرو. کاشکې یو څو نور لاندي تدابیر هم پام کې ونیسو:
- له پېښو وروسته زیانمنو ته دعاجلو مرستو رسول، هغوی ته تسلیت او د هغوی د روحی حالت بېرته پیاوړی کول(د مُصیبت په وخت صبر او د الله پاک له لوري د اجرغوښتنه توصیه کول) او تر ممکن حد وضعیت بیرته نورمال حد ته راګرځول، دپېښې د لمن د پراخیدو دمخنیوی تدابیر،
- دسیلاوونو لپاره تدابیر (سیلابی سیمو او موسمی خوړونو سره تخنیکی استحکامات، د خوړونو اوځوړونو په مسیر کی چکډیمونه جوړول)،
- دځنګلونو احیا او احداث ته جدی پاملرنه،
- د سیمې شرایطو سره سم، ولس سره د کور جوړولو مناسب ډيزاین او نقشې شریکول او دساختمانی توکو سپارښتنه،
- د هېواد په ټولو سرحدی ولسوالیو کې پولیسی ادراو ته دنده سپارل چې د ګاونډیو خطرلرونکی اټومی فاضلات او نور ګواښونکی مبهم علایم وپېژنی او مرکز ته خبر ورکړل شي،
- دسیمې د هیوادو د زلزله سنجولو پرمختللو مراکزو سره دایمی اړیکې، دهغوی د راپورنو کتل او د خبرتیاوو څخه خبر اوسېدل( تردې به هم غوره دا وی چې موږ هم دا ډول په Seismometerمجهز مراکرفعال کړو)،
- نارینه او ښځینه کافی شمېر طبیبان او روغتیا پال روزل او په مناسب مادی او معنوی امتیاز یې پالل،
- ولایتونو او ولسوالیو کې د اطفائیې د فعالو او مجزو ټیمونو لرل او د امبولانس ۲۴ساعته خدمات،
- د الله پاک قدرت دی چې خینې وخت څاروي د ځینو پېښو اټکل کوي او نښې یې له ورایه ښکاري، مثلاً؛ سپی د زلزلې له پېښېدو لږ وړاندی د ویرې غپا کوي، اسونه پښې په زمکه وهی، غرنیو سیمو کی یوه یا نیمه دقیقه مخکی د زمکې له لړزیدو نااشنا غږونه اورېدل کیږی، باید کلیوال دغو نښو ته ځیرر وي،
- د راډیو، تلویزیون، سوشیل میډیا او نورو ذرایعو په وسیله د خلکو د پوهاوي دکچی لوړول،
- خلک دی ته ځیر کول چې د هوا له حالاتو(وریځ، تودوخې، اورښت، باد…) ځان خبر وساتي،
- دترافیکی پېښو او اورلګېدو د مخنیوی لپاره دقوانینو او لارښودونو وضع کول او اجرا کول،
- لرې پرتو سیمو ته د لارو- پلونو جوړول، د روغتیایی محلی کلسترونو فعال ساتل او د احتیاطی زیرمتونو جوړول( زیرمتون کی به د کار یو شمیر وسایل لکه کلنګونه، بیل، تسکره، خیمې، لاس ګاډي، کمپلې او ساده فرش، بنداژ … د روزمبادا لپاره موجود وی).
- د اوبو او زلزلو دمطالعاتو فعال څیړنیز مراکز لرل، د کادستر ادارې له خوا د ټولو کلیو دنقشوبرابرول، ولسوالیو او لویو کلیو سره د جیودوزی او کارتوګرافی د ادارې رهنمودونه او نقشې شریکول او دهغوی له هدایت سره سم مېشتځایونه جوړول او ټول احتیاطی تدابیر سنجول.
محترم دودیال صاحب، لطفأ که وضاحت راکړئ چی د ځینو کلماتو سره لکه پیښی، بحران چی غیر علمي او حرفوی اصطلاحات دی، ولی انګریزی ژباړي لیکل شوي دي.
سلام
پوهاند صاحب دزلزلې په برخه کې په ساینسی لحاظ زیات معلومات شته کاشکې دجاپان هېواد په څیر په ښونځیو کې یو مضمون وای او یا دولایاتو په سطحه مرکزونه یې لرلای.
دزلزلې یاطبیعی پېښو په هکله ډیر کم هېوادوال په ابتدایی کچه پوهه لری چې دایوه ستونزه ده!
بل دمدیریت یا منجمنت برخه کې هم ستونزې ډیرې دی
په تېره بیا بیرو کراسی او خود خواهی
ډېر قدرمن خوشحال صاحب السلام علیکم. دلته مطلب دا دی چی دبحران او پېښو توپیر وشی او لوستونکی په دی هم پوه شی چی په انګلیسی ژبه هم دا دواړه جلا کلمات دی. نوره نړی کی د پېښو مدیریت، د خطر مدیریت او د بحارن مدیریت جلا جلا بحثونه او دسیپلینونه دی. هر یو خپل اصول او لاری لری. درناوی
قدرمن او مهربان ورور ښاغلی ع. شریف زاد صاحب السلام علیکم.
تاسو سره کاملاً موافق یم. زما پیشنهادونو کی یو پیشنهاد د عام ولس د پوهاوی لپاره کار کول دی. ښوونځیو او پوهنتونو ته می هم خپل نظر د پیشنهاد په ډول عرض کړی دی. مننه او درناوی