Homeخبرونهپه بنو کې د پوځ پر مرکز د ټي ټي پي برید...

په بنو کې د پوځ پر مرکز د ټي ټي پي برید دوام لري

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز برید، چې نن سهار پیل شوی، لا هم دوام لري.

لومړني راپورونه وايي چې په دې برید کې نژدې ۴۰ پوځیان وژل شوي یا ټپیان دي.

د دې برید مسوولیت د ټي ټي پي د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستی او ادعا کوي چې په پوځي مرکز کې ټول عسکر یې وژلي دي.

امنیتي چارواکو په پیل کې ویلي و چې په برید کې ملکي وګړي وژل شوي خو اوس د دې په ترڅ کې چې پوځ ته نامعلوم شمېر مرګ ژوبلې تاییدوي د څلورو ملکیانو وژل کېدا او د نژدې ۳۰ نورو ټپي کېدا تاییدوي.

راپورونه وايي چې برید له یوې چاودنې وروسته پیل شو. ګومان کېږي چې لومړی به د پوځ د مرکز په خوله کې انتحاري برید شوی وي.

یوې ځايی سرچینې رسنیو ته ویلي چې لومړی د پوځ د مرکز په خوله کې موټربمي برید شوی دی او بیا وسله وال حمله کوونکي د پوځ مرکز ته ننوتي او جګړه یې پیل کړې ده.

شاهدان وايي چې د پوځ د مرکز دپاسه هیلي کوپتر کرځي او لاندې ډزې کوي.

1 COMMENT

  1. دا دی ای آیس ای او تی تی پی لخوا تنظیم سوي برید وو. د دغه برید په پایله کې به د کثیفستان مرتجع پوځ په قبایلي سیمو کې د نظامي عملیاتو بهانه تر لاسه او د سیمې خلک به بې ځایه او د مرکزی اسیا ، روس او چین د تهدیدونو لپاره ترهګر ځاې په ځاې کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...