شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دوی د یوه قول اردو...

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دوی د یوه قول اردو قومندان سره لیدلي

تاند ( شنبه، د ثور ۲۲مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر مولوي امير خان متقي پرون د ختیځ زون لپاره د دوی د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدلي.

د ملا متقي دفتر وایي په دغه کتنه کې مولوي متقي د دغه قومندان او جنګیالیو هڅې یې وستايلې او زیاته یې کړه، چې دفاعي ځواکونه په ختيځ زون کې د ډاډمن امنيت د تأمين سربېره فرضي کرښې ته څېرمه هېوادوالو څخه شپه او ورځ په پوره مېړانه ساتنه او دفاع ترسره کړې او د ولسونو زړونه يې ترلاسه کړي دي.

سرچینه زیاتوي: د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ‘ابودجانه’ له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او همدارنګه يې د ټولو ورکړل شويو اوامرو د بشپړ اطاعت او تطبيق ژمنه وکړه.

د طالبانو چارواکي او پلویان بیا د دوی تر منځ یو بل سره داسې لیدنې ستایي او باور لري، چې دوی له واک ته رسېدو وروسته هم یو بل ته په  هره سطحه چې دي، رسیده ګي کوي او ملګرتیاوې سره پالي.

1 COMMENT

  1. د ډاکټر شهید نجیب الله د حکومت له ړنګیدو سره سم مجاهلین صاحبانو د دولتي تاسیساتو په جور او تالان شروع وکړه او هر څه یې لوټ کړل. د قلابي جمهوریت له ړنګیدو وروسته ټرلیبانو هم لکه چې، هر څه چور کړل. د ٢٠١ سیلاب قول اردو په ګمبیري کې وو، او تاسیسات او دفاتر یې ډیر مجهز وو. اوس هر څه وران او تالا ښکاري. هغه د چا خبره چې تاریخ تکراریږئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب