تاند ( شنبه، د ثور ۲۲مه) د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د زابل سیمه ییز طالب چارواکي وایي په پېښه کې ټپي شوي ماشومان روغتون ته لېږدل شوي دي.
ملګروملتونو په تېره وري میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو په پېښو کې تر ۱۴۰۰ پورې کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د دې راپور له مخې د ماینونو د چاودنو په سلو کې ۸۶ ماشومان دي.
افغانستان کې د فقر، اقتصادي او بشري ناورین شدت او بېسارې وزګارتیا سبب شوې چې ډېر ماشومان، په ځانګړي ډول د افغانستان د لغوه شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو اړوند هغه شاقه کارونو او یا د زړو اوسپنو ټولولو ته مجبوره شي.
ویل کیږي، چې له همدې امله ډېر ځله ماشومان پر ناچاوده توکیو برابریږي او د مرګ ژوبلې سبب یې ګرځي.