یکشنبه, مې 5, 2024
Home+زمبابوې په تمریناتي ټېسټ لوبه کې مخکښه ده

زمبابوې په تمریناتي ټېسټ لوبه کې مخکښه ده

تاند ( شنبه، د حوت ۹) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د افغانستان په کوربتوب دوه ټېسټ او درې شل اوريزې سیالۍ تر سره کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ اوسمهال په اماراتو کې یوه درې ورځنۍ تمریناتي سیالۍ روانه ده.

دغه درې ورځنۍ تمریناتې سیالۍ وړمه ورځ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د زمبابوې لوبډلې په توپ وهني سره پيل شوې چې نن پای ته ورسیږي.

زمبابوې په دغه لوبه کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د کيوين کسوزا ۱۲۹، ويليمس ۸۶، د سکندر رضا د ۷۴، د ريان بورل د ۶۵ او د مديوير ۵۶ منډو پر مټ يې ۵۰۵ منډې جوړې کړې او د دوهمې ورځې په وروستیو کې يې افغان لوبډلې ته د توپ وهني بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې ۴۹ منډې جوړې کړې او خپل دوه لوبغاړي يې له لاسه ورکړل چې په سوځېدلو لوبغاړو کې جاوید احمدي په څوارلس او ابراهیم ځدران په صفر خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

نن به هم افغان لوبډله توپ وهنه کوي او بریا هڅه به کوي.

په لوبغالي کې اوسمهال منیر احمد کاکړ په ۲۰ او ناصر جمال په لسو ناسوځېدلو منډو ولاړ دي.

یاده دې وي چې افغانستان ته په توپ اچونه کې سليم خان دوه، ضیاالرحمن، شرف الدين اشرف او فريد ملک يوه ، يوه وېکټ ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

ماشوم/اجمل پسرلی

اعلان | نعمان دوست

ورک | اجمل پسرلی