یکشنبه, مې 19, 2024
Home+انګلینډ ښځینه لوبډلې له نیوزیلینډ نه لوبلړۍ وګټله

انګلینډ ښځینه لوبډلې له نیوزیلینډ نه لوبلړۍ وګټله

تاند ( شنبه، د حوت ۹)  د انګلینډ او نیوزیلینډ ښځینه کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د درېو پنځوس اوریزو سیالیو سیریز انګلینډ دوه د صفر په مقابل کې په خپل نوم کړ.

د دواړو لوبډلو تر منځ دوهمه لوبه تېره ورځ د فبرورۍ  په ۲۶مه نېټه تر سره شوه چې په دغه سیالۍ کې نیوزیلينډ ښځېنه کرکټ لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۱۹۲ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته يې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۳۸م اور کې د درېیو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او په  ۷ ویکټو يې مقابلې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

له دې وړاندې لومړۍ لوبه هم انګلینډ لوبډلې ګټلې وه.

د دې لوبې په ګټلو سره یادې لوبډلې د روانو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.

یاده دې وي چې له وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې سیالۍ هم تر سره شي.

لومړۍ شل اوریزه سیالۍ يې د راتلونکي مارچ میاشتې په ۳مه ، دوهمه يې په ۵مه او وروستۍ هغه يې بیا په ۶مه  نېته تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب