جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+۲۲ کلنې افغان پيلوټې، د جنوبي آسیا په کچه ریکارډ جوړ کړ

۲۲ کلنې افغان پيلوټې، د جنوبي آسیا په کچه ریکارډ جوړ کړ

تاند(شنبه، د حوت ۹) افغانستان کې یوې ۲۲ کلنې افغانې پيلوټې د لومړي ځل لپاره بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکړه.

د افغانستان “کام ایر” هوايي شرکت ویلي چې د لومړي ځل لپاره یوې ۲۲ کلنې افغانې پیلوټې، محدثه میرزايي د دغه هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکې ته له کابل څخه هرات ته الوتنه ورکړه.

کام ایر شرکت زیاته کړې، د سویلي آسیا هیوادونو په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه ښځینه پیلوټه بوینګ الوتکې ته الوتنه ورکوي.

د یادونې ده چې د طالبانو د رژیم وروسته نیلوفر رحماني لومړنۍ افغانه پیلوټه وه چې څه موده وړاندې یې په امریکا کې پناه واخیسته.

د نیلوفر رحماني امریکا ته د ډېری افغانانو جدي غبرګونونه راوپارول خو د د نیلوفر رحماني وکیلې کیمبرلي موتلي ویلي وه چې موکله یې د ترهګرو له لورې گواښل کیده.

هغې ادعا کړې وه چې د نیلوفر کورنۍ د مرگونو گواښونو په نتیجه کې څو ځلې له یوځای نه بل ځای ته کډه کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیلوفر رحماني په ۲۰۱۵ کال کې د ‌”زړه ورې ښځې“ د نړیوالې جایزې گټونکې اعلان کړه چې دغه جایزه بیا د امریکا د پخواني جمهور رئیس د میرمنې میشل اوباما له لورې هغې ته ورکړل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب