Home+پي اېس اېل کې پېښورزلمي لوبډلې ۲مه بریا خپله کړه

پي اېس اېل کې پېښورزلمي لوبډلې ۲مه بریا خپله کړه

تاند ( شنبه، د حوت ۹) د پاکستان په سوپر لیګ یا پي اېس اېل کې اتمه لوبه د پېښور زلمي لوبډلې وګټله.

په دې لوبه کې کویټې ګلېډېټرز لومړی توپوهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ.

کوېټي لپاره  لوبډلمشر سرفراز احمد ۸۱ منډو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

په دوهم اننګز کې پېښور زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف د شلم اور په درېيم توپ د ۷ لوبغاړو په زیان پوره  او بریا یې په خپل نوم کړه.

پېښور زلمي لوبډلې دا لوبه د درېو وېکټو په توپیر وګټله.

پېښور ته امام الحق ۴۱، حیدرعلي ۵۰، شعیب ملک ۳۴، شیرفان ۳۶ او لوبډلمشر وهاب ریاض ۲۰ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...