جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د خاشقجي د وژل کېدو استخباراتي معلومات خپاره کړل

امریکا د خاشقجي د وژل کېدو استخباراتي معلومات خپاره کړل

تاند(شنبه، د حوت ۹) د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن د حکومت له خوا خپاره شوي استخباراتي راپور کې ویل شوي چې د عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو پلان منظور کړی وو.

د امریکا نوې ادارې څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د جمال خاشقجي د مړینې په اړه به استخباراتي راپور خپور کړي، چې تېره ورځ یې دغه راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي، چې د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر کړی وو خو  محمد بن سلمان دغه تورونه رد کړي دي.

جمال خاشقجي د سعودي خبریال و چې امریکا کې اوسېده او د سعودي پر حکومت به یې سختې نیوکې کولې ویل کېدل چې نوموړی د سعودي له مهمو استخباراتي معلوماتو هم خبر وو.

جمال خاشقجي په ۲۰۱۸ کال کې په استانبول کې د سعودي په سفارت کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشرډونالډ ټرمپ له سعودي سره د اړیکو د ښه والي لپاره د یاد راپور له خپرولو ډډه کړې وه.

خو جوبایډن بیا د ټاکنیزو کمپاینونو په لومړیو کې وویل، چې دغه راپور به خپروي او له سعودي سره به خپلې اړیکې په بل ډول پرانیزي.

1 COMMENT

  1. د خاشقچی وژنه په حقیقت کی د امریکا د دولت په ګوتو د آل سعود د لنګی غوا د لوَشَلو په معنی ده یعنی باج او باج او بیا هم باج.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب