جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونه پیاوړي دي او د ټولو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې...

افغان ځواکونه پیاوړي دي او د ټولو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري

تاند ( شنبه، د کب ۹)  د افغانستان ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وایي، افغان ځواکونه پیاوړي دي او د ټولو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.

نوموړي نن د کب د نهمې د سرتېري ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان سرتېري پیاوړي دي او ولس دې اندېښنه نه کوي.

د شا محمود میاخیل په وینا د سولې لپاره مو قرباني ورکړه او ۵ زره طالب زندانیان مو آزاد کړل، خو آزاد شوي زندانیان بېره د جګړې لیکو ته ستانه شول، له همدې امله تېر کال د امنیتي ځواکونو لپاره یو سخت کال وو.

هغه ټینګار وکړ چې د سولې د پروسې ملاتړ کوي، خو که وسله وال طالبان جګړو ته ادامه ورکړي نو افغان پوځ یې پر وړاندې مبارزې ته تیار دی.

د کب یا حوت نهمه چې د سرتېري ملي ورځې په نوم نومول شوې، چې مراسم یې ټول هېواد کې نمانځل کیږي.

شاوخوا شپږ کاله وړاندې د کب نهمه د ولسمشر غني لخوا د سرتېري په نوم ونومول شوه.

په دې ورځ بېلابېلو ولایتونو کې حکومتي بنسټونه د سرتېري ورځ نمانځي، د هغوی قربانۍ او مېړانې ستایي.

په ځېنو ځایونو کې ولسونه هم د خپلو سرتېرو ته ډالۍ ورکوي او غاړه کې یې ګلان وراچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب