Homeداسې هم شتهد مشروباتو لپاره له کاغذ د جوړ شوي بوتل ازمایښت وشو

د مشروباتو لپاره له کاغذ د جوړ شوي بوتل ازمایښت وشو

تاند ( شنبه، د کب ۹)  د مشروباتو سترو کمپنیو پدې کار پیل کړی چې پلاستیک بیخي ختم او پر ځای یې د کاغذ کوتۍ (بوتلونه) وکاروي .

د انګلستان رسنیو په راپورونو کې ویلي چې د هالنډ یوې کمپنۍ له ډیر کلک کاغذ (shell) نه بوتل برابر کړی چې په ډیره کمه اندازه پلاستیک پکې کارول شوی دی.

دوی وایي، اوس یادې کمپنۍ داسې بوتل وړاندې کړی چې ۱۰۰٪ کاغذ نه برابر شوی او د مشروباتو ګاز ویستلو سره هم نه خرابیږي .

د کاغذ بوتل غټه ګټه به دا وي چې هیڅ امکان به ونلري چې داخل کې مشروبات دې خوند یا معیار بدل کړي .

د کاغذ برابر شوی بوتل به د کوکاکولا په اډیز محصول کې و ازمایل شي .

کوکاکولا ځکه لومړی ټاکل شوې چې د نړۍ په کچه دغه کمپنۍ زیات ضایعات ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...