جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان له امریکا غوښتي چې د سولې هوکړې بیا کتنه چټکه کړي

پاکستان له امریکا غوښتي چې د سولې هوکړې بیا کتنه چټکه کړي

تاند ( شنبه، د حوت ۹) د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یوه څېړنیز انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي چې، پاکستان د دې ملاتړی دی چې امریکا دې په پوره دقت د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړې چې د دې تر څنګ  اړتیا ده چې د سولې هوکړې بیا کتنې پروسه چټکه شي.

د نوموړي په وینا څومره ژر چې امریکا خپل دريځ روښانه کړي دومره ژر به په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ رامنځ ته شي.

افغانستان لپاره د پاکستان سفیر ویلي پاکستان هېڅکله په بېړه له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو ملاتړ نه کوي ځکه د نوموړي په خبره په دې پرېکړه کې دقت ته اړتیا ده.

دغه پاکستاني ديپلومات یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې همکاري کوي.

پاکستان داسې مهال دا غوښتنه کوي چې د امریکااو طالبانو ترمنځ په دوحه کې هوکړه شوې ده خو د بايډن حکومت په دې باور دی چې دغه ډلې پر خپلو هوکړو عمل نه دی کړی.

د دې تر څنګ دا وېره هم شته چې که امریکا د سولې له هوکړې په شا کېږي په افغانستان کې به جګړه زور اخلي.

نیویارک ټایمز وایي چې بایډن باید په پوره دقت پرېکړه وکړي او امریکا دې په یوه بله جګړه کې نه ښکېلوي خو تر څنګ دې په افغانستان کې هم د جګړو او ترهګریو ودې ته زمینه نه برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب