تاند ( شنبه، د حوت ۹) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سرتېرو دملي ورځې په ویاړ په جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پرمهال وویلې، طالبانو فکر کاوه چې د جګړې له لارې به د افغانستان حکومت ته سقوط ورکړي او یا به یې په څو برخو وویشي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
هغه زیاته کړه : «اوس هغه پخوانی افغانستان نه دی چې نورو به موږ ساتلو اوس زموږ امنیتي ځواکونه تر ۹۰ سلنې زیات عملیات خپله ترسره کوي».
نوموړی وايي، د افغانانو خلاف روانه جګړه هېڅ دیني مشروعیت نه لري.
ولسمشر وایي امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې خاورې ساتونکي دي او د دوی تر شا یو ستر ملت ولاړ دی.
نوموړي وویل :« زموږ امنیتي سرتېرو په تېرو شپږ کلونو کې دومره پرمختګ کړی چې نور هیوادونه یې په دیرشو کلونو کې نه شي کولی».
ولسمشرغني دغه راز د خپلو خبرو پرمهال وویلې چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به افغان ولس ټاکي.
د دې غونډې پرمهال یو پولیس آفسر پخپل لاس لیکل شوی قرآن کریم هم ولسمشر اشرف غني ته ډالۍ کړ.
دغه راز د دفاعي ځواکونو لیکو کې د وژل شوي سرتېري مور بیا د خپلو خبرو پرمهال وویلې «د خپل ځوی د وژل کېدو تر خبرېدو وروسته مې مورال و نه بایلود، که ما جسمي ځواک درلود نو له قربانۍ ورکولو به مې ډډه نه وه کړې».