دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزاتل | اسدالله غضنفر

اتل | اسدالله غضنفر

 اتل په دې ورځو کې د لومړني ښوونځي شهادتنامه واخیسته. په شهادتنانه کې چې څه لیکلي دي، ژباړه یې دا ده: (دا له لومړني ښوونځي څخه ستاسې د فراغت سند دی. تاسې ځکه فارغ شوئ چې تکړه واست. تاسې زده کړل چې څنګه پوښتنې وکړئ ، څنګه د سوالونو لټه وکړئ او په نړۍ کې نااشنا شیانو ته څنګه ځیر شئ. موږ پوهېږو چې تاسې به تر لومړني ښوونځي وروسته هم خپلو بریاوو ته ادامه ورکړئ.)

اتل زما وراره دی. د ده د شهادتنامې متن زموږ د وطن د زده کوونکو او ښوونکو لپاره نااشنا دی ځکه چې زموږ د زده کړې طریقه تر ډېره حده پورې پخوانۍ ده. که څه هم معارف وزارت وایي چې نوې طریقې یې خپلې کړې دي او په هیواد کې یو شمېر داسې ماهران لرو چې د زده کړو له نویو میتودونو خبر دي مګر د تدریس او تعلیم په اړه عام ذهنیت لا پخوانی دی او همدا وجه ده چې د شهادتنامې پاسنی متن راته څه بل ډول ښکاري.

 په پخوانۍ طریقه کې زده کوونکی له کتاب او استاد سره یو اړخیزه رابطه لري. څه چې په کتاب کې لیکل شوي دي هغه سم دي او د شاګرد کار دا دی چې دغه سمې خبرې د استاد په ذریعه زده کړي خو په اوسنۍ طریقه کې زده کوونکي ته ویل کېږي چې د کتاب او ښوونکي خبرې په پټو سترګو ونه مني، له استاده دې پوښتنې وکړي او د معلم په خوله نه بلکې پخپله دې له غور کولو وروسته دې نتیجې ته ورسېږي چې حقیقت به همدا وي.

  د تعلیم او تربیې د عصري نظریو په یوه کتاب کې مې د وجودي فلسفې (Existentialism ) د یوه مفکر دا خبره، چې ګومان کوم په دې لیکنه کې مې پکارېږي، ډېره خوښه شوې او له ځان سره نوټ کړې وه:( … زده کوونکي ته باید ووایو چې ګڼو کسانو دغه خبرې سمې بللې دي، اوس نو فکر ورباندې وکړه چې ته یې هم  سمې ګڼې ؟ که یې سمې نه ګڼې موږ ته ووایه چې په دې باره کې درسره بحث وکړو.)

هغه پوهه چې شاګرد یې په پټو سترګو نه بلکې له غور او ازاد بحثه وروسته خپلوي، د زده کوونکي د فکر په وده کې برخه اخلی. ده ته دا قدرت ورکوي چې هر څه ته ځیر واوسي او د مبهمو اړخونو په باره کې پوښتنې رااوچتې کړي.

 زموږ د زده کړې دودیزه طریقه له زده کوونکي غواړي چې د ټیپ غوندې ټولې خبرې ذهن ته وسپاري. ټیپ خبرې ټکي په ټکي ثبتوي خو د خبرو د تحلیل، په هغو  باندې د شک کولو، د هغو د ردولو او د بشپړولو سېکه پکې نشته.

 زموږ په هېواد کې چې استاد د خپل لکچر په پای کې وایي : څه پوښتنه لرئ؟ نو مقصد یې دا نه وي چې: زما خبرې مو ومنلې؟ بلکې مقصد یې دا وي چې : زما په خبرو سم پوه شوئ؟ هغه استادان چې د درسي کتاب په معلوماتو کې ایسار نه دي او خپل نظرات لري، هغوی بیا معمولا له دې سره دلچسپي لري چې شاګردانو ته خپل نظرات واوروي او شاګردان چې د استاد په خوشحالولو کې خپله ګټه ویني، حق نا حقه ورته سر خوځوي. کابو دوه  نیم زره کاله پخوا به سقراط کوښښ کاوه چې له مخاطبه پوښتنې وکړي او هغه په خپله د دې جوګه کړي چې د پوښتنو ځوابونه ومومي. سقراط که څه هم ډېر پخوا تېر شوی دی خو د زده کړې طریقه یې د ښوونې او روزنې له عصري میتودونو سره سخت اړخ لګوي. شاید بهتره وي چې استاد د لکچر په پای کې نه بلکې د لکچر په سر کې پوښتنې وکړي او هغه څه چې دی یې وزده کول غواړي، تر وسه وسه د زده کوونکو د فکر د فعالولو له لارې د هغوی له خولو راوباسي. مثلا که یو استاد په دې باره کې معلومات وړاندې کوي چې زموږ په شاعري کې غزل ولې تر ټولو محبوب صنف دی؟ بهتره ده همدا پوښتنه له شاګردانو وکړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې له یو بل سره د بحث له لارې په خپله دې نتیجې ته سره ورسېږي چې د غزل د صنف د محبوبیت دلایل کوم دي. هغه پوهه چې په دې طریقه تر لاسه کوو، موږ ورباندې لاسبري یو خو هغه پوهه چې  له استاد او کتابه یې ټکي په ټکي او په پټو سترګو زده کوو، زموږ ذهن او فکر ته ځولنې وراچوي او نتیجه یې دا ده چې د خپلو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي  غوټو د پرانیستلو نه یو او د فکر په تولید او اختراعاتو کې مو برخه نه شته.

د لرغوني چین لوی مفکر کنفوسیوس ویلي وو چې: زه به هغه چا ته څه ورزده نه کړم چې د زده کړې ارزو ورسره نشته. دغه راز هغه چا ته به  هیڅ خبره ونه ښیم چې خپله یې د پوهېدا په لټه کې نه دی.

 د کتاب د زده کړې شوق هغه وخت پیدا کېږي او  زیاتېږي چې له کتاب سره د بحث او خبرو اترو اجازه ولرو. که تر ټولو خوږ ملګری مو هم یوازې پخپله خبرې کوي، له مجلسه یې ستومانه کېږو.

 اتل کابو یو نیم کال پخوا په کابل کې یوه میاشت راسره تېره کړه. د خدای پاماني په وخت مې ورته وویل : اتل جانه یادېږو به دې؟ ده راته وویل: چې هلته لاړم شم، بیا به معلومه شي.

 په دغه ځواب کې د ښوونې او روزنې د نویو میتودونو یو بل کمال ته متوجه کېږو. کله چې ماشومان او زده کوونکي ذهني ازادي ولري، هاله دروغ ویلو ته نه مایل کېږي. ده دا ضرورت احساس نه کړ چې په دروغو مې خوشحاله کړي او راته ووایی چې: هو یادېږې به مې. ده په عقل برابره خبره وکړه.

 فکر هغه وخت ښه غوړېږي او شخصیت هغه وخت ښه وده کوي چې وګړی د ځان د بیانولو اجازه ولري خو زموږ په تربیتي او اخلاقي نظام کې ښه ماشوم د لویانو مني، ښه زده کوونکی د استاد مني او د ټولنې ښه وګړی د ټولنې د غالب ذهنیت پیروي کوي.2013

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب