سیاف عجبه د کابل د کوڅې خبره کړې ده چې « اي میدانه که مجاهد نزنه، ولاګه پدر کس زده بتانېش.» ما هم د خدای وسې وکړې خود چاغښت مخه مې ونه نیوله. د هګۍ زیړ خو څه کوې چې کولسټرول ورکې ان په کړایۍ کې سترګک وهي، حتی چې نوم یې هګۍ وي هغه نه خورم. بوره او ګوړه او ټول خواږه باب مې په ځان درولي، حتی له عربستانه راغلې خورما. هره ورځ پوره دوه ساعته ورزش کوم، په رغړندو یې پټۍ باندې ځغاسته کوم، په هغه بل ماشین باندې چې زه یې خاپۍ پاپۍ بولم، ځای په ځای ګامونه اچوي ګرځم، د وزن اوچتوونکي ډانګ وسپنیزې کړۍ کموم، زیاتوم، په ولاړ بایسکل په مختلفو سپيډونو منډې کوم…… خو مه دې شه. هره ورځ چې ځان تلم تر پرونه یوه لوټه دروند خېژم.
اوس چې په خیر بیا روژه راغلې نو وروستي کوشش ته مې ملا تړلې ده. له پېشلمی، د سهار تر لمانځه پورې، لکه عادت مې چې دی د کمپیوټر په خونه کې، د شاه ولي سندرغاړي په وینا، په ریاضت تېروم. (شاه ولي استاد په یوه مرکه کې راته ویلي وو چې زه چې د شپې له مجلس نه کور ته راشم نو تر سهاره ریاضت کوم. ما فکر وکړ چې شاه ولي استاد عجب تهجد والا صوفي دی. ما سره د مرکې په وخت نسیم ستانکزی هم و. هغه وروسته راته وویل چې د شاه ولي ریاضت دا دی چې د سندرو تمرین کوي او نوی کمپوز جوړوي. زما ریاضت هم دا دی چې شمعې لګوم، د مړو او ژوندو یارانو سره راز ونیاز کوم. که ارواو راباندې کومه ښکلې موضوع ولوروله لیکم یې او بیا د پېښوري ګاونډې په وینا چې تر اوسه یې په مانا پوه نه یم،« دا پړونی واچوم بیا به سوترې … پرېوځم.»
او که مې کچکول الهامي را ډک نه شو نو کورم چې د سهار د لما نځه عربي واژې تېرې کړم، بیا بې پېشلمي تر څاښته وېده شم. دا نه ورځې چې هره ورځ په تله ودرېږم، خدا که مې وزن یوه لوټه کم شوی وي. خو د ډاکټرانو دې حکم ته خامتما یم چې بنده د روژې له شلمې نه پس وازده ویلي کوي، چې اختر را د بره شي، نری چنار ورنه جوړ وي. په دې شرط چې روژه ماتي کې د کلوا واشربو حد وساتي، داسې نه چې ځان ټنډ کړي، بیا ډډ پرېوځي او ټیغونه باسي.
تر ماښامه ستمېږم، په پشهاري ځان ته ببوځی وهم او ځان سره وایم دا د فیض میاشت دې نوره په خیر تېره شي. غم دا دی چې اوس نه دومره بوډا یم چې شېخ فاني وبلل شم، نه د آسمان او مځکې د توپیر کولو نه عاجز یم او نه هلکتوب شته چې په سیند کې مو د سر غوټې پر مهال خوله نیمه وازه نیولې وه چې اوبه د خپله انده تر ستوني تېرې شي، او بیا ووایو چې خدای مېلمه کړي وو.بس زه یم، شلمه خېټه او حقه روژه.
پرون دلته د نجیب عامر په نوم یو خبرلوڅ ، له خپلې لیکوالې مېرمن وږمې او درو ښکلو بچیانو سره راغلي وو. نور یې خیر خو د عکس اخستلو تړک تړوک یې کاڼه کړو. درګرده یې زما عکسونه اخیستل. ما ویل خیر دی، ورباندې ګران به یم، یادګار به مې ساتي، خو نه. د سترګو په رپ یې کمپیوټر ته، فېس بوک ته خېژولي وو. زه نا خبره ساعت وروسته د خپل لیکوال یار، نذیر نذیر سر ه په چېت کې وم . ناڅاپي یې دا بد زېری راباندې وکړ چې، استازه چاغ شوی یې. له بل لوري اومان نیازي کابل کې بهیر خېلو کې ډنډوره اچولې وه چې پرهېز یې مات کړی، لکه چې نثار او نور ګل شفق هم تبی ورکې کړی و . بل چا ویلي و چې، زه و خدای، غونډه غوښه ده. د عامرخېلو سره مې دوه ورځې ښه سات تېر و، خو زه یې له دې پساتونو نه وم خبر. عامر لکه زنځه داسې میده میده لګیا وي، ته وا مېږی یې تر پښو لاندې نه آزارېږي، خو زه خپله یو وخت د رادیو نطاق وم، باید پوه شوی وای چې ژورنالست په مارانو کې منګری دی یا ګوسڼه.، آخون موسا صیب ته یې په دې دومره بزرګۍ سره، په مبارکه کڼاوه کې ټک ورکړ، د سترګو په رپ کې یې جامه وربدله کړه.
لالا اول خو می دا توده اوګرم سلامونه قبول کړه بس دستا په مبارکو ګوتو دبرکتونه وی چه نوی نوی لیکنی زمونږ لپاره ډالۍ کوی په تیره شوی لیکنه باندی یوه ځوان درته لیکلی وو شپون صاحب قلم دچلوه په چا کی رایه مه وهه خدای شته چه ماته یی خواند راکړ بس لالا هغه دحساب سړی دګوتو په شما ر راپاتی دی رښتیا چه عکس می ولید چاغ شوی شان ته راته ښکاره شو پرهیز وکړه دوه ورځی ژوند هم غنیمت دی وایی په ځینو کورونه ورانیږی په ځینو بیا کلی ورانیږی . ښه صحت درته غواړم
شپون صیب خدای د ډیر وخت ژوندی لره،. د لیکنې ژبه دومره خوږه ده چې په لوستلو یې ذهن ته سکون ورکوي. بله خبر، ستونزه داده چې ته خپل چاغښت ته ډیر تشویش کوي نو ځکه ځان کې د ډنګرولو استعداد ته وده نشې ورکولی یو څه وخت بیخي ځان مه تله او همدا د الله عبادت ډېر کړه شپې تراویح، وروسته لږ خوب بیا تهجد بیا پیشلمی بیا د قران تلاوت او سهار مونځ او وروسته دری ساعته خوب او بیا د ژوند عادي جریان نو انشاالله چې ډیر زر به بدلون وګوري.
ستاسو د روغتیا هیله من یم
دروند استاد تمه ده د خوښۍ او روغتيا پرجامو پټ وې ستا ليکنې ټولې خوندورې دي هغه د چا خبره د خو ځای پکې نشته ، زه به يوازې دومره ووايم چې موږ د خدای بېتا نه کوي .
سلامونه مشره ډير ښکلی مطلب مو لیکلی ده زه هم د چاغښت سره لاس ګریوان یم
مننه
احمدزی