Homeروغتیاسیګرېټ څکول مو د ملا دردونه زياتوي

سیګرېټ څکول مو د ملا دردونه زياتوي

ډاکټره لیلا آفاق-

سیګرېټ څکول نه يوازې دا چې د انسان مال بې ځايه خرڅوي، بلکې د ډول ډول خطرناکو ناروغيو سبب کېدای شي. سیګرېټ څکول که له يوه لوري د انسان سږو ته خورا مضر دي، خو بل لور ته نويو طبي څېړنو ثابته کړې ده چې د ملا د دردونو په ډېرولو کې هم ستر رول لري.

د امريکايي پوهنتون North western څېړونکو ويلي چې سیګرېټ څکول په مغزو کې د درد له مسؤولو برخو سره پخه اړيکه لري.

د فرانسې د روغتيا او روغتيايي زده کې وطني انسټيټيوټ په حواله د ملا دردونه په ژوندانه کې د ۱۰ بېلابېلو کارونو له امله وي. د پرېوتو پر وخت د زنګنو د قات کولو (ماتولو) او د کمپيوټر سکرين ته له ډېرو کېناستو څخه د ځان ساتلو توصيه کړې یوه بله مهمه خبره ده چې سیګرېټ څکول پرېښودل د ملا درد په کمولو کې ستر رول لري. سیګرېټ پر دماغو اغېز کوي، څېړونکو کشف کړې ده چې سیګرېټ څکول څنګه پر دماغو اغېز کوي او د ملا دردونه ډېروي.

دغه نتيجې ته رسېږو سیګرېټ څکول نه يوازې دا چې د انسان مال بې ځايه خرڅوي، بلکې د ډول ډول خطرناکو ناروغيو سبب کېدای شي. سیګرېټ څکول که له يوه لوري د انسان سږو ته خورا مضر دي، خو بل لور ته نويو طبي څېړنو ثابته کړې ده چې د ملا د دردونو په ډېرولو کې هم ستر رول لري. د امريکايي پوهنتون North western څېړونکو ويلي چې سیګرېټ څکول په مغزو کې د درد له مسؤولو برخو سره پخه اړيکه لري.

د فرانسې د روغتيا او روغتيايي زده کې وطني انسټيټيوټ په حواله د ملا دردونه په ژوندانه کې د ۱۰ بېلابېلو کارونو له امله وي. دغه انسټيټيوټ د ملا درد د کمولو لپاره د تمرين کولو، د پرېوتو پر وخت د زنګنو د قات کولو (ماتولو) او د کمپيوټر سکرين ته له ډېرو کېناستو څخه د ځان ساتلو توصيه کړې.

همدغې څېړنو يوه بله مهمه خبره دا ياده کړې چې سیګرېټ څکول پرېښودل د ملا درد په کمولو کې ستر رول لري. سیګرېټ پر دماغو اغېز کوي، څېړونکو کشف کړې ده چې سیګرېټ څکول څنګه پر دماغو اغېز کوي او د ملا دردونه ډېروي. دغه څېړونکي له هغه وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چې ۱۶۰ تنه هغه کسان يې وازمايل کومو چې د ملا دوامدار درد درلود.

دغه کسان ټول د يو کال په اوږدو کې پنځه پنځه واره ټېسټ شول او هر وار ترې د دوی د سیګرېټ څکولو د اندازې او د ملا د دردونو په اړه پوښتنې وشوې، نو څېړونکي دې نتيجې ته ورسېدل چې په مغزو کې د دردونو مسؤولې دوه سيمې په سیګرېټ څکوونکو کې فعالې وي، او کله به چې دغو کسانو له سیګرېټ څکولو لاس واخست نو د ملا دردونه به يې خورا لږ شو. چې ۱۶۰ تنه هغه کسان يې وازمايل کومو چې د ملا دوامدار درد درلود.

دغه کسان ټول د يو کال په اوږدو کې پنځه پنځه واره ټېسټ شول او هر وار ترې د دوی د سیګرېټ څکولو د اندازې او د ملا د دردونو په اړه پوښتنې وشوې، نو څېړونکي دې نتيجې ته ورسېدل چې په مغزو کې د دردونو مسؤولې دوه سيمې په سیګرېټ څکوونکو کې فعالې وي، او کله به چې دغو کسانو له سیګرېټ څکولو لاس واخست نو د ملا دردونه به يې خورا لږ شو.

په درنښت

ډاکټر لیلا آفاق جولایی ۳۰، ۲۰۱۵ بریښنا لیک: [email protected]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...