تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان لاسلیک وکړ چې له مخې یې د ۱۲ هېوادونو وګړو ته امریکا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.
ټرمپ دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې کولوراډو کې پر اسراییلي وګړو برید وشو.
د سفر په دې بندیز کې، چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شو، د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایي ګینې، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع شاملېږي. د دې پرېکړې پر اساس د بورونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا وګړو ته په محدود ډول د ورتګ اجازه ورکول کېږي.
ټرمپ د همدې اوونۍ په پیل کې د کولوراډو برید په تړاو د پخواني ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ پالیسي ګرمې بللې وې. بریدګر چې یو مصري وګړی و او له خپلې ویزې څخه زیات پاتې شوی و، د دې بندیز لاندې نه راتله. شاهدان وایي، بریدګر په برید کې له یوه موقتي اوراچوونکي (فلیمتروور) او یوې اوراخیستونکې وسیلې څخه کار اخیستی و.
خو د ټرمپ د بندیز په لیست کې د مصر وګړي شامل نه دي.
ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې چې د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، وویل: «په بولډر، کولوراډو کې وروستي ترهګریز برید موږ ته دا ښکاره کړه چې زموږ هېواد ته د بهرنیو وګړو د راتګ له کبله چې سم څېړل شوي نه دي، څومره ستر خطر متوجه دی، او همدارنګه د هغو کسانو له کبله چې په لنډمهاله ویزو دلته راځي او بیا پاتې کېږي. موږ هغوی نه غواړو.»
دا بندیز به په هغو کسانو باندې تطبیق نه شي چې لا دمخه ویزې لري، په امریکا کې دایمي اوسېدونکي دي، یا د نړیوال جام او المپیک سیالیو لپاره سفر کوي.
همداراز، پر هغو کسانو، چې په ایران کې له تعقیب څخه د ځان ژغورنې ځانګړې ویزې لري یا په افغانستان کې د امریکا د پوځ د هڅو ملاتړ کوونکي دي، هم دا بندیز نه عملي کېږي.
ټرمپ همدارنګه یو جلا فرمان هم لاسلیک کړ چې له مخې یې هغو بهرنیو محصلانو ته د ویزو ورکړه ځنډول کېږي چې غواړي د تبادلې د پروګرامونو له لارې په هارورډ پوهنتون کې درس ووايي. دغه پوهنتون لا له وړاندې د ټرمپ د ادارې له خوا تر نیوکو لاندې دی چې ګوندې لیبرال تعصب لري او د یهود ضد څرګندونو په وړاندې کافي هڅې نه کوي.