Homeخبرونهامریکا د غزې د اوربند پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړه

امریکا د غزې د اوربند پرېکړه لیک ته منفي رایه ورکړه

تاند【پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۵مه】‏امریکا متحده ایالت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د غزې اوربند پرېکړه لیک ویټو کړ.

امریکايي استازې ډوروتي شیا دې پرېکړه لیک ته داسې مهال منفي رایه ورکړه، چې لا هم غزه کې د اسراییلو له لوري بریدونه روان دي.

د غزې اوربند پرېکړه ‌لیک د امنیت شورا د ۱۵ غړو له ډلې ۱۴ تنو تایید کړی و.

خو امریکا چې د دایمي غړي په توګه د ویټو حق لري، منفي رایه وکاروله.

که څه هم د اوربند په پرېکړه لیک کې د اسراییل د یرغمل شویو د خوشې کېدو غوښتنه هم شوې وه، خو امریکايي استازې ویلي، چې د امریکا لپاره دا پرېکړه لیک غیر عملي دی.

نوموړې استدلال کړی،چې پرېکړه لیک حم اس نه غندي، بې وسلې کوي یې نه او له اسراییلو دا حق اخلي چې د حم اس د بریدونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

د غزې اوربند ته د منفي رایې ورکولو له امله چین، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو سخت غبرګون ښودلی او دا یې اقدام یې د نړیوالو هڅو پر وړاندې خنډ او د بشري حقونو ضد بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...