جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بشري حقونو لسګونو موسسو په ایران کې د افغان وګړو د...

د بشري حقونو لسګونو موسسو په ایران کې د افغان وګړو د اعدامونو د درېدو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د بشري حقونو تر ۸۰ ډېرو موسسو په یوه لیک کې په ایران کې د افغانانو د اعدامونو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دوی له ټولو بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو، سیاسي مبارزانو او عامو خلکو غوښتنه کړې چې «په هر ډول چې ورته ممکنه وي د افغان وګړو د اعدام پر وړاندې د اعتراض ږغ پورته کړي».

د ایران د بشري حقونو سازمان، د نړیوالو بشري حقونو فدراسیون، د بشري حقونو مدافع وکیلانو او لسګونه نورې بشرپالو ډلو په خپل لیک کې د افغان وګړو د اعدام د درولو غوښتنه کړې ده.

په دې لیک کې چې د ۸۴ بشري حقونو بنسټونو له خوا لاسلیک شوی او د چارشنبې په ورځ (۱۴ د غبرګولي) خپور شوی، راغلي چې په ایران کې د افغان وګړو د اعدام پېښې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې شوې دي.

په ۲۰۲۴ میلادي کال کې لږ تر لږه ۸۰ افغان نارینه په ایران کې اعدام شوي چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله درې چنده شوی دی.

د لیک امضاکوونکي وایي چې د اسلامي جمهوري نظام قضایي پروسې، په ځانګړي ډول هغه دوسیې چې د اعدام حکم ته لار هواروي، عادلانه نه اجرا کېږي او اکثراً د شکنجې په زور اعترافونه اخلي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم، په دې اړه ویلي: «هغه افغان وګړي چې په ایران کې اوسي، د ټولنې له تر ټولو کمزورو قشرونو څخه دي او د ایران د اعدام د ماشین لپاره تر ټولو ارزانه قربانیان دي. د اعدام د دغه ماشین موخه په ټولنه کې وېره خپرول او د نظام ساتل دي».

هغه زیاته کړه: «حکومت د افغان ضد تبلیغاتو له لارې د نورو اعدامونو لپاره زمینه برابروي. د ایران خلک، مدني بنسټونه او نړیواله ټولنه باید په قوي غبرګون سره، د افغان وګړو د اعدام سیاسي لګښت لوړ کړي او د دغو اعدامونو د بندولو لپاره هڅه وکړي».

ډېری افغان وګړي چې په ایران کې اعدام شوي، د مخدره موادو د قاچاق یا قتلونو په تور نیول شوي ول.

هغوی له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې په مناسب غبرګون سره د دې بهیر د دوام مخه ونیسي.

د بخښنې نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې په ایران کې له چین وروسته په نړۍ کې تر ټولو ډېر اعدامونه کېږي.

2 COMMENTS

  1. نو دوی کله پر افغانانو رحم کړیدی . ټالب ، پنجاب او ایرانیستانی ټول د افغانانو دښمنان دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب