Homeخبرونهمتقي په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د لاسرسي غوښتنه...

متقي په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د لاسرسي غوښتنه کړې

تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۵مه」‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اتونبایوا سره لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو، نړۍ کې د مېشتو افغانانو پر ستونزو، خصوصي سکټور ودې او پانګونې پر جلب خبرې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، متقي په دغه لیدنه کې په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته د دوی د لاسرسي او هغوی ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

متقي همداراز غوښتنه کړې، چې یوناما دې په خپلو راپورونو کې پر واقعیتونو تمرکز وکړي.

بل‌ لورته د یوناما مشرې ویلي،دوی راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او پانګونې جلب ته زمینه برابروي.

نوموړې ژمنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او امنیت شورا راتلونکو ناستو کې به له نړېوالو سره افغانستان کې د راغلو پرمختګونو او فرصتونو په اړه معلومات شریک او د افغان حکومت پیغامونه به ولېږدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...