تاند「پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۱۵مه」د طالبانو د حکومت سترې محکمې په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یې ۱۴ تنو ته تعزیرې سزاوې ورکړې.
په خبرپاڼو کې ویل شويو چې یادو کسانو ته په خوست، پکتیا، کابل او پروان ولایتونو کې سزاوې ورکړل شوې.
خبرپاڼې زیاتوي چې دغو کسانو ته د “نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق، غلا او له کوره د تېښتې” په جرم تعزیري سزاوې ورکړ شوې دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، کابل او خوست کې نهو تنو ته د نشه یي توکو د قاچاق، پروان کې یوې ښځې او یوه سړي ته له کوره د تېښتې او پکتیا کې یوه کس ته د غلا په جرم دغه سزاوې ورکړل شوي.
پر دغو کسانو د طالبانو د سترې محکمې تر تایید وروسته سزاوې عملي شوي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په ولایتونو کې د دوی له لوري خلکو ته په عام محضر کې د تعزیزي سزاوو او قصاص حکمونو تطبیق په کور دننه او د باندې غبرګونونه لري او له طالبانو غوښتنه کېږي چې له دا ډول سزاوو لاس واخلي.
خو د طالبانو حکومت لاهم په خپل دریځ ولاړ دی او په عام محضر کې خلک په سزا رسوي، هغه چې د نظر خاوندان یې د انساني کرامت خلاف عمل او د حاکم نظام او ولس ترمنځ د واټن د زیاتېدو لامل بولي.
دوی وایي قصاص او تعزیري سزاوې یوازې پر عامو خلکو عملي کېږي نه د طالبانو پر چارواکو.
د نظر خاوندان وایي داسې لسګونه شواهد شته چې طالب چارواکي باید پرې قصاص یا تعزیري سزا وویني خو د دوی په وینا حاکم نظام خپل کسان په سزا نشي رسولی او یوازې پر ولس خپل فرمانونه عملي کوي.