Homeخبرونهد امریکا د سنا جرګې څو غړیو د افغان کډوالو د لنډمهالي...

د امریکا د سنا جرګې څو غړیو د افغان کډوالو د لنډمهالي وضعیت د ختمولو په اړه د حکومت پرېکړه وغندله

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) د امریکا د سناجرګې په یوه دوه‌ ‌ګوندیزه هڅه کې، د جمهوریپال ګوند د الاسکا استازې، لیزا مرکاوسکي او د دیموکرات ګوند د نیوهمپشایر استازې، جین شهین، د ټرمپ د ادارې هغه پرېکړه په زغرده وغندله چې پر اساس یې په امریکا کې د څه باندې ۸۰۰۰ افغان وګړو د لنډمهالي خوندیتوب حالت (TPS) پای ته رسول کېږي.

سناتورانو په یوه ګډ لیک کې چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیرې (کرستي نوم) ته استول شوی و، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له ادارې څخه یې غوښتنه وکړه چې خپله پرېکړه له سره وارزوي.

سناتورانو لیکلي: «دا پرېکړه د هغو افغانانو په شمول چې د امریکا تر څنګ ودرېدل، د زرګونو کسانو ژوند په خطر کې اچوي.».

دوی همداراز په خپل لیک کې کښلي: «دا د هغو ژمنو تاریخي خیانت دی چې موږ کړې وې او هغه ارزښتونه کمزوري کوي چې موږ په افغانستان کې د شل کلنې مبارزې په لړ کې بیا بیا یادول.»

ټاکل شوې چې د TPS د ختمېدو پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې عملي شي. دې چارې د افغاني ټولنې او د مدافع ډلو په منځ کې پراخې اندېښنې راپورته کړي دي.

ډېری هغو افغان کډوالو، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته امریکا ته رسېدلي، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د امریکا ملاتړ کړی وو. اوس دوی له دې خطر سره مخامخ دي چې بېرته د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته وشړل شي، چې شرایط یې د امریکا له وتلو وروسته ډېر خراب شوي دي.

TPS په اصل کې د بایډن د ادارې له خوا د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۰مه افغان کډوالو ته ورکړل شو، څو له امریکا څخه د وتلو او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بشري ناورین په ځواب کې له دوی سره مرسته وکړي. دغه پروګرام هغو کسانو ته چې بېرته خپل هېواد ته خوندي ستنېدلی نه شي، د لنډمهالي قانوني وضعیت او د کار اجازه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...