جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجرمني له پاکستانه ۲۵۰۰ افغانان خپل هیواد ته بیايي

جرمني له پاکستانه ۲۵۰۰ افغانان خپل هیواد ته بیايي

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۵ مه) سره له دې چې د جرمني نوی حکومت او صدراعظم د کډوالو مخالف ګڼل کېږي، د دغه هیواد نوي حکومت اعلان کړی چې ۲۵۰۰ افغانان چې په پاکستان کې دي او د دغه هېواد د استوګنې شرایط لري،  جرمني ته بیايي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې وویل چې د پخواني حکومت له ژمنې سره سم، هغو افغانانو ته چې په خطر کې دي، د مرستې په برخه کې پر خپلې ژمنې درېږي.

د جرمني نوي صدراعظم مخکې اعلان کړی و چې د پناه غوښتونکو د منلو پروسه، په ځانګړي ډول د افغانانو، به وځنډول شي. دغه پرېکړه د بخښنې د نړیوال سازمان (Amnesty International)، په شمول د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو انتقادونو سره مخامخ شوه. د بشري حقونو د ملاتړ ادارې باور لري دا کار د جرمني له نړیوالو ژمنو او له جینیوا کنوانسیون سره په ټکر کې دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادفول، د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې ټینګار وکړ: «موږ د دغو کسانو د منلو په برخه کې خپلو قانوني ژمنو ته ژمن یوو او دا ژمنې به په هر حالت کې عملي کړو.»

د بشري حقونو سلګونه فعالان، ژورنالیستان، مدني فعالان، مخکښې ښځې او په افغانستان کې د جرمني د ادارو پخواني همکاران ، سره له دې چې د پناه غوښتنې یې منل شوي دي، لا هم په پاکستان کې په نامعلوم او مبهم حالت کې ژوند کوي. دا کسان وروسته له هغې چې په جرمني کې د پارلماني ټاکنو پر مهال د افغانانو په ګډون د یو شمېر پناه غوښتونکو له لوري بریدونه وشول، جرمني ته یې انتقال وځنډول شو.

که څه هم د دغو کسانو د انتقال دقیقه نېټه تر اوسه نه ده څرګنده شوې، خو د نوي حکومت پرېکړه به د دغو پناه غوښتونکو بې برخلیکه او مبهم وضعیت پای ته ورسوي.

1 COMMENT

  1. د جرمني له حکومت او خلکو نه مننه چی دا انساني ګام يي پورته کړ، خو پدې هيله چي دا منل شوي کډوال ټول مستحق او رښتيني افغانان وي، نه دا چی دَ پاکستان استخبارات او دولتي ادارې دَ کډوالو په نوم پاکستاني وګړي یا اتباع دَ افغانانو په نوم دَ همدې افغانانو په مينځ کي جرمني ته واستوي او هلته په جرمني کي دَ افغانانو د بدنامۍ د پاره قتلونه او نور جرایم تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب