تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم د ملګروملتو په امنیت شورا کې د طالبانو د بندیزونو د کمیټې، چې د ۱۹۸۸ په نوم مشهوره ده، مشري په غاړه واخیسته.
دا کمیټه، چې د ملګروملتو د امنیت شورا له خورا جوړه شوې، د طالبانو په وړاندې د نړیوالو بندیزونو د پلي کولو او څارنې مسوولیت لري.
د هندوستان د «اکانومیک ټایمز» ورځپاڼې د راپور له مخې، منیر اکرم په داسې حال کې د دې کمېټې مشر ګومارل شوی چې چین هڅه کوي د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې ښې کړي او په افغانستان کې د پاکستان رول پیاوړی کړي.
د دې کمیټې مرستیالان د ګویان او روسیې هېوادونو استازي ټاکل شوي دي. د هندوستان رسنۍ دې ګام ته د پاکستان د ستراتېژيک ځای د لوړولو په برخه کې یو مثبت او اغېزمن فرصت بللی دی.
پاکستان به د دې مسوولیت په اخیستو سره په طالبانو پورې اړوند د بندیزونو او نړیوالو تګلارو په پروسه کې مهم رول ولوبوي او کولای شي له طالبانو سره د دیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو په اسانولو کې اغېزمن ثابت شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ کمیټه د طالبانو پر وړاندې د بندیزونو د ټاکلو او پلي کولو مسوولیت لري او دغه بندیزونه له هغه وخت راهیسې چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته رسېدلي، د دې ډلې د فعالیتونو د کنټرول او د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره د نړیوالې ستراتېژۍ برخه ده.
پاکستان په داسی حال کې د دې کمېټې مشري په دې کمیټه کې مشري په غاړه اخلي چې په افغانستان کې د دغه هېواد رول او په ځانګړي ډول له چین سره د دیپلوماټیکو همکاریو په مټ د پاکستان سیمهييز اهمیت ورځ تر بلې زیاتېږي.
السلام علیکم. پاکستان له شروع تر نن ورځ د طالبانو جوړوونکو اوموسسینو کی شمارل کیږی او کلک ملاتړی یی دی دا چی کله کله نمایشی او مصنوعی یو دبل په ضد د لوبو غولوونکی ننداره وړاندی کوی دا د دنیا دفریب لپاره ده اوس چی پاکستان د طالبانو ضد یعنی پیاوړی کوونکی کمیټې مشر شو نو د طالبانو قدرت بیخی ګرنټی شو . افغانانو دنیا درباندی سخته مسخره لوبه شروع کړی ښه یی ریشخند کړو.
دا خو يې غوښه پيشو ته سپارلې ده. پيشو موکانو منصفه کړې وه، خو هغې غوښه خلاصه کړه او تول يې سم ونه کړ.
منير خو تل پر طالبانو نيوکې کړې دي. افغانستان په لوی لاس پاکستان ته وسپارل شو. دا استازولي موږ ته د منلو نه ده.
پاکستان هرڅه د نړیوالو او په ځانګړی ډول د امریکی په خوښه او اشاره سره هره لوبه مخته وړی!