تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د ایران د سړک او ښار جوړولو وزارت مرستیال او د رېللارو ادارې مشر جبارعلي ذاکري، وايي چې د مشهد او هرات ترمنځ د مسافر وړونکي رېلګاډي په اړه پلانونه جوړ شوي دي او تمه لري چې په راتلونکو یوې یا دوه اووونیو کې به د دغو دوو ښارونو ترمنځ د رېلګاډي تګ راتګ پیل شي.
هغه زیاته کړې چې دا ګام د رېللارو د ټرانسپورټ د پراختیا او د ایران د سیمهييزو اړیکو د پیاوړتیا یوه برخه ده.
ذاکري همداراز ټینګار وکړ چې د ایران د اوسني حکومت په دوره کې د رېلګاډي ادارې تمرکز د ترانزیټ په زیاتوالي باندې دی او د ترانزیټي رېلګاډو تګ راتګ ته ځانګړې پاملرنه کېږي. د ده په وینا، د رېلګاډي ادارې ستراتېژي د هېواد په کچه د ترانزیټ زیاتوالی دی.
د راپورونو له مخې، د خواف-هرات د رېللارې له بشپړېدو وروسته، افغانستان د ایران له سمندري بندرونو سره نښلي او له هغه ځایه د ترکیې له لارې اروپا ته رسېږي. دا رېلګاډی د افغانستان له لارې د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کوي.
دا رېللار د ختیځ-لویدیځ نړیوال دهلیز یوه برخه ده او د آسیا له ختیځ سرحده تر لویدیځ پورې د پنځو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې چټکوي.