تاند (چهارشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د پاکستان حکومت وایي په اپرېل میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو د نوې لړۍ له پیله تر دې دمه یې تر ۲۰۰,۰۰۰ زیات افغانان ایستلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، په اپریل کې تر ۱۳۵,۰۰۰ زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي، دا شمېر په مې میاشت کې ۶۷,۰۰۰ ته راکم شوی، او د جون میاشتې په لومړیو دوو ورځو کې تر ۳,۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته ستانه شوي دي.
په تېرو څو لسیزو کې میلیونونه افغانان د جګړو له امله پاکستان ته تللي دي. له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، سلګونه زره نور افغانان پاکستان ته ورسېدل.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې، چې اسلاماباد د افغانانو د شړلو هڅې پیل کړې، تر یو میلیون زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د سې شنبې په ورځ وویل چې له ایران څخه د افغان کورنیو په شړلو کې زیاتوالی راغلی دی. یوازې په مې میاشت کې ۱۵,۶۷۵ افغانان له ایران څخه وتلي چې د تېرې میاشتې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د کډوالو نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا ډلهييز حرکت په افغانستان کې د خلکو د منلو او بېرته یوځای کولو د نازکو سیستمونو لپاره لوی ګواښ دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له افغان تابعیت لرونکو کارت (ACC) لرونکو څخه، چې په پاکستان کې اوسي، غوښتنه کړې چې د مارچ تر ۳۱ پورې دې له دې هېواده ووځي.
په رسمي خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت ویلي: “د ناقانونه بهرنیانو د شړلو پروګرام (IFRP) د ۲۰۲۳ کال د نوومبر له ۱ نېټې څخه پیل شوی دی. د ناقانونه بهرنیانو د شړلو په اړه د حکومت پریکړې ته په دوام کې، اوس د ملي مشرتابه له خوا پرېکړه شوې چې ACC لرونکي افغانان هم وباسي.”
پوهېږم چې زمونږ دا هېوادوال به له ډېرو ستونزو سره مخ وي ، دوی خپل کار ، روزګار ، هستي ، مال او هرڅه له لاسه ورکړي وي . د دوی اولادونو به ښوونځي او پوهنتونونه نیمګړي پراېښي وي او ….
خوخپل وطن دوی ته سترګې په لار او د مور په شان غېږه یې ورته خلاصه ده .
په پښتو کې یو متل دی : یا خپل کور یا خپل ګور .
د هوښیارانو په قول پردی کټ تر نیمو شپو وي ، خو بیا هم
خپل وطن هرچاته کشمیر دی .
د پښتو غزل پالر حمزه شینواري دخوشال بابا لمسیانو ته په ټینګار وایې چې:
وروځې لیــمه زلــفې بــاڼـه پښتانه
څنګه یو ځای شول پښتانه پښتانه
لــږ مې نــظر تــه هر کلي و وا یه
رټــلي نـــه د ي مېلــمانـه پښتانه
زلــفې کــمڅې کمڅې ښــکال ګــڼمه
ولې دي وي خـواره واره پښتانه
خدای ګو چې خپل مرام ته ورسیږي
که د خــوشـال په الره تله پښتانه
)د حمزه شینواري کلیات)غزلې(: دانش خپرونه، پیښور ۱۳۸۹ ل ش کال ۳۳۵ مخ(
خوشحال بابا دوی ته بیا داسې خوږې غزلې ویلي دي :
د وطـــن مېــنــه ای جانه
را پــیــد ا ده لـــه ایــمــانه
هغه ملک دزړه ارمان وي
چې پکې دې ښه یاران وي
نه دخــپــل وطــن خارونه
نــه د بـــل وطـــن ګـــلــونه
نه دخــپل دیـار ګور ګري
نــه د بــل د یــا ر شــکــرې
نــه د خپـــل د یــا ر حجر
نــه د بــل د یــا ر ســـره زر
د خوشال خټک کلیات، ۸۳۸ مخ
تر مغـولو پښــتا نه په تـوره ښــه دي
که په پوهه پښـتا نه وای څه هوښیار
ا و لســـونــه چــې سـنـــد وبـلــه وکا
باد شاهان ورته سجود کا ندي اختیار
د خوشال خټک کلیات، . ۵۵۵ مخ