Homeخبرونهافغانستان د شپږیزه لیګ نیمایي کې د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه...

افغانستان د شپږیزه لیګ نیمایي کې د ازبکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي

تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۶مه) افغانستان کرکټ بورډ تازه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په خوست ولایت کې د ازبکستان ملي لوبډلې کوربه توب کوي.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې، د شپږیزې کرکټ لیګ په ترڅ کې د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې له ازبکستان ملي لوبډلې سره یوه شل اووره لوبه لري.

ټاکل شوې ده چې دغه یوازېنۍ شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوولسم پړاو اي انډ شپږیزه کرکټ لیګ سوپرکولا سیالیو په منځ کې ترسره شي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې، دغه سیالۍ د شپږیزه لیګ له پيل سره سم ښایي لومړنۍ لوبه وي، خو اوس نېټه بدله شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې، د شپږیزه لیګ یوولسم پړاو لوبې د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي.

دغه لوبې په خوست کرکټ لوبغالي کې په لومړي ځل کېږي، چې د لوبغالي د ترمیم چارې په چټکۍ روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...