تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي، د پاکستان له لوري له افغانستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان د سوداګرۍ پر اصلي ملارې بدل شوی دی.
دغه سازمان په خپل نوي راپور کې ویلي، دا مهال د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه سوداګري د ایران له لارې ترسره کېږي، او د منځنۍ اسیا په رېلګاډو کې واردات هم د پام وړ زیات شوي دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، که څه هم سوداګرو د وارداتو او صادراتو بهیر روان ساتلی، خو بدیلې لارې اوږدې او لګښت یې ډېر دی، چې له امله یې په افغانستان کې د خوراکي توکو، سونګ او کرنیزو توکو بیې لوړې شوې دي.
راپور زیاتوي چې افغانستان هممهاله د پاکستان د لارو له تړل کېدو، د منځني ختیځ د کړکېچ، د بشري مرستو د کمېدو او د میلیونونو کډوالو د بېرته راستنېدو له امله له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخامخ دی، چې د خوړو ناامني یې نوره هم پراخه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام اټکل کوي چې اوس مهال ۱۳.۸ میلیونه افغانان د خوړو د ناامنۍ له بحراني یا بېړنۍ کچې سره مخامخ دي، او که د پاکستان لارې تړلې پاتې شي او سیمهییز کړکېچ دوام وکړي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د شدیدې لوږې له ګواښ سره د مخامخ کسانو شمېر ۲.۳ میلیونه نور هم زیات شي.
دغه سازمان همداراز خبرداری ورکړی چې د بودجې د سخت کمښت له امله به سږ کال په شدیدې خوارځواکۍ له ۳.۷ میلیونه اخته ماشومانو څخه یوازې د لږ تر لږه درېیمې برخې درملنه وکولای شي.