تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۶مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، د ۱۴۰۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د سېلانیانو د تګ راتګ شمېر زیات شوی دی.
یادې ادارې زیاته کړې چې، په تېرو ۳ میاشتو کې د ۸ زره او ۵۶۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو لهمخې، په دې موده کې ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او ۳ زره او ۹۹۲ نور له افغانستانه وتلي دي.
ډېری بهرني وګړي د نیمروز او هرات له بندرونو هېواد ته داخل شوي دي.
افغانستان ته د سیلانیانو د تګ راتګ زیاتوالی کولی شي د هېواد د ګرځندوی، اقتصاد او نړیوالې اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د ګرځندوی د لا ودې لپاره د اسانتیاوو برابرول، د تاریخي او طبیعي سیمو ساتنه او د سیلانیانو لپاره د مناسبو خدماتو وړاندې کول اړین دي.
افغانستان او د ګرځندوی صنعت
د خدای تعالی په فضل او برکت سره افغانستان د نړۍ یو ښکلی هېواد دی ، ښکلي دنګ غرونه ، ښایسته درې ، له اوبو ډک روان سیندونه ، له تاریخي آثارو ډک ځایونه ، موزیمونه ، تاریخي ودانۍ ، مېلمه پاله اوسېدونکی او په زړه پورې تاریخي او تفریحي ځایونه لري ، چې دا ټول د ګرځندوینې صنعت لپاره مناسب دي .
د ګرځندوی د لا ودې لپاره د اسانتیاوو برابرول، د تاریخي او طبیعي سیمو ساتنه او د سیلانیانو لپاره د مناسبو خدماتو وړاندې کول اړین دي.
ترټولو دمخه د افغانستان دولتي چارواکي باید د ګرځندویي او سیلانیانو د پام را اړولو لپاره لازم او جدي اقدامات وکړي ، مثلا : د ویزې آسانتیا وې ، امنیت ، د هغوی د سر او مال ساتنه او تر تاریخي ، تفریحي سیمو مصوونه رسول او بېرته ستنول .
د افغانستان د تاریخي آثارو لستونه جوړ او د هغوی د تاریخ ، موقعیت ، هدف او نورو برخو په اړه په پښتو ، دري ، انګلیسي او نورو نړیوالو ژبو واقعي ، ستندرد معلومات او کتلاکونه ، بروشرونه ، عکسونه او نور معلومات راټول او په ښه کاغذ کې چاپ کړي . د هرې سیمې لپاره کافي لارښوونکي وروځي .
په هره تاریخي ، تفریحي او د ګرځندویي سیمه کې د سیلانیانو د ښه راغلی ، شپې تېرولو ، امنیتي مسایلو په اړه هر اړخیز کارونه ترسره کړي. مثلا هلته ښایسته ، مناسب او ستندرد هوټلونه ، پاکي اوبه ، پاک او صحي خواړه او مېوې ، صحي مرکزونه جوړشي .
د لارې په اوږدو کې لازم او کافي امنیتي پرسونل موجود وي ، چې د ضرورت په وخت د ګرځندویانو ډلې بدرګه کړي .
محلي افغاني کالي ، ګاڼې ، لاسي سپک صنعتي شیان ، افغاني مېوې ، د لوبو او تفریح لپاره پارکونه په نظر کې ونیول شي.
په هغو سیمو کې چې طبیعې طبي او شفا ورکونکې چینې شته ، مناسب حوضونه او هوټلونه جوړ شي ، چې کورني او نړیوال سیلانیان هلته د شفا او تداوي لپاره وخت پکې تېر کړي .
په هرځای کې د چاپېریال او د ژوند د محیط سیمه باید پاکه وساتل شي .
ان شاءالله یو وخت به افغانستان د پخوا په شان یو ځل بیا د نړیوالو د پام وړ وګرځي او د ګرځندویینې د صنعت په برکت به هرکال میلیونونه دالر عاید افغانستان ته را مات شي