Homeخبرونهد ایران او امریکا کړکېچ؛ واشنګټن تهران ته خبرداری ورکړ، سپاه د...

د ایران او امریکا کړکېچ؛ واشنګټن تهران ته خبرداری ورکړ، سپاه د ځوابي برید ادعا وکړه

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) په داسي حال کې چې د ایران سپاه پاسداران وايي، د امریکا د تېرې شپې بریدونو ته یې د سیمې په هیوادونو کې پر امریکايي اډو په بریدونو ځواب ویلی، د امریکا مرستیال ولسمشر ایران ته سخت ګواښ وکړ.

د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي ونس، ایران ته خبرداری ورکړی چې که تاوتریخوالی وکړي، متحدایالتونه به ورته «په تاوتریخوالي ځواب ورکړي». هغه ویلي، که تهران د اوربند د تفاهم‌لیک د پلي کېدو په اړه کومه ستونزه لري، باید د خبرو له لارې یې حل کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې امریکا د ایران په جنوب کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر زېرمو او یوې راداري اډې برید وکړ. په غبرګون کې د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو اډې په نښه کړې دي، خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) یا نورو خپلواکو سرچینو دا ادعا نه ده تایید کړې.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د سمندري چارو نړیوال سازمان (IMO) ویلي، د سې‌شنبې له ورځې راهیسې ۱۱۵ بېړۍ او شاوخوا ۲۵۰۰ سمندري کارکوونکي په خوندي ډول له هرمز تنګي ایستل شوي دي. دغه سازمان زیاتوي چې د عمان په خلیج کې پر یوې کښتۍ له برید وروسته د نورو بېړیو د ایستلو عملیات په موقتي ډول ځنډول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...