Homeخبرونهد بي‌بي‌سي څېړنه: افغان کډوال د ترکيې سرحدي ځواکونه په وهلو، لوټلو...

د بي‌بي‌سي څېړنه: افغان کډوال د ترکيې سرحدي ځواکونه په وهلو، لوټلو او په یخنۍ کې په پرېښودلو تورنوي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) د بي‌بي‌سي افغان فارنزیک د یوې څېړنې له مخې، یو شمېر افغان کډوالو ادعا کړې چې د ترکیې سرحدي ځواکونو هغوی وهلي، پیسې یې ترې اخیستې او د ایران پولې ته څېرمه یې په سخته یخنۍ کې پرې ایښي، چې له امله یې د ۱۱ کسانو د بدن غړي پرې شوي او لږ تر لږه ۲۰ نور مړه شوي دي.

دا څېړنه، چې د بي‌بي‌سي ترکي څانګې خپره کړې، د ۱۲ افغان کډوالو، چې عمرونه یې له ۱۲ تر ۱۵ کلونو ترمنځ وو، له مرکو وروسته چمتو شوې ده. دوی ویلي، له یوې ۵۰ کسیزې ډلې سره یوځای وو چې د روان کال په جنورۍ کې د ایران پولې ته نژدې د ترکیې په وان ولایت کې نیول شوي وو.

د کډوالو په وینا، د ترکيې امنیتي ځواکونو هغوی څو ورځې په سختو شرایطو کې ساتلي، د وسپنیزو میلو په وسیله یې وهلي، بوټونه، جورابې او نور شخصي توکي یې ترې اخیستي او وروسته یې په ډلو ډلو د ایران پر لور شړلي، په داسې حال کې چې د هوا تودوخه د سانتي ګراد منفي ۱۵ درجې وه.

د راپور له مخې، د یخ وهلو له امله د ۱۳ کلن عاصم په ګډون د ۱۱ کسانو لاسونه یا پښې پرې شوې، او پنځو کډوالو بي‌بي‌سي ته ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې په یخنۍ کې مړه لیدلي دي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۱ کلن شاهسوار، چې وروسته کابل ته ولېږدول شو، دواړه لاسونه او دواړه پښې یخ ووهلې او پرې شوې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې رد کړې او بي‌بي‌سي افغان فارنزیک ته یې ویلي چې د ترکيې سرحدي ځواکونه د کورنیو او نړیوالو قوانینو له مخې عمل کوي او انساني کرامت ته درناوی کوي.

وزارت زیاته کړې چې نیول شوي ناقانونه کډوال خواړه، اوبه او روغتیايي خدمتونه ترلاسه کوي او ترکیه د بشري اصولو پلي کولو ته ژمنه ده.

ترکیه د نړۍ د کډوالو له سترو کوربه هېوادونو څخه ده، خو د بشري حقونو سازمانونو په وار وار دغه هېواد تورن کړی چې افغان کډوال د ایران پولې ته په زور بېرته اړوي یا یې افغانستان ته استوي.

د د بشري حفونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) په ۲۰۲۲ کال کې ویلي و چې ترکیه افغانان بېرته شړي او ځینې نور له دې پرته افغانستان ته باسي چې د پناه غوښتنې دوسیې یې په سمه توګه وڅېړل شي.

همداراز،د  بخښنې نړیوال سازمان (امنستي انټرنېشنل) هم په ۲۰۲۲ کال کې راپور ورکړی و چې د ترکیې او ایران چارواکو افغان نارینه، ښځې او ماشومان په ناقانونه توګه بېرته ستانه کړي او ډېری یې د نړیوال خوندیتوب له حقه محروم کړي دي.

د وان د وکیلانو ټولنې یوه وکیل بي‌بي‌سي ته ویلي، که څه هم د وروستیو ادعاوو په اړه رسمي معلومات نه لري، خو په دې سیمه کې د کډوالو د بېرته شړلو او د سختې یخنۍ د قربانیانو پېښې مخکې هم ثبت شوې دي.

بي‌بي‌سي افغان فارنزیک ویلي چې د دې ادعاوو په اړه یې د ایران له چارواکو هم د نظر غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...