لیکنه: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: رحمت شاه فراز
حسن او حسین، په اسلامي تاریخ کې د دوو مختلفو کړنلارو سمبولونه دي. حسین د سیاسي کړنلارې سمبول دی او حسن د غیرسیاسي کړنلارې. امام حسین د وخت له مسلمانو واکمنو سره نښته وکړه او د یوه سیاسي هدف د ترلاسي هڅه يې وکړه، همدا هدف امام حسن د نښتې له ډګر نه د ستنېدو له لارې حاصل کړ. سره له دې چې د امام حسین کردار دومره مشهور شو چې هر سړی ورسره اشنا دی، خو د امام حسن له کردار سره، د هغه په ټولو عظمتونو سربېره، ډېر کم خلک اشنا دي. او له هغه نه هم ډېر کم خلک هغه دي چې د دې ستر کردار په اهمیت پوهېږي.
د امام حسین بن علي (۶۱- ۴هـ) اغېزه په راوروسته اسلامي تاریخ دومره پراخه ده چې نوموړی، لږ تر لږه له عملي پلوه، د اسلامي تاریخ تر ټولو لوی سمبول ګرځېدلی دی. مسلمانان چې هر کال په کوم غور و پور د «۱۰ محرم» ورځ نمانځي، د بلې هېڅ ورځې کلیزه هم په هغه ډول نه نمانځي. حتی شاید «دوولسم ربیع الاول» هم نه. د عمومي تصور له مخې د اسلام روح دا دی چې بنده د ناحق په وړاندې سر ټیټ نه کړي. ان که په دې لاره کې په جګړه کې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي. د خلکو په نزد، د همدې نوم شهادت دی. دا شهادت په خپل تر ټولو اعلی شکل کې د امام حسین په ژوند کې تمثیل شوی دی. د عام روایت له مخې، له امام حسین سره ټول ۷۲ تنه وو. په مقابل لوري کې د جګړې لپاره د شپږو زرو جنګیالیو لښکر له ټول ساز او سامان سره موجود و. خو امام حسین د ظالم واکمن په وړاندې ټیټ نه شو او په جګړه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ:
سر داد مګر نداد دست در دست یزید
عجیبه خبره ده چې د اسلامي تاریخ دغه تر ټولو ډېره مشهوره خبره نه له اسلام سره سمون خوري او نه پخپله له تاریخي پېښو سره. اسلام او تاریخ دواړه د دغه انځور له منلو انکار کوي.
پېښې څه وايي؟
اوس وګورئ چې اصل تاریخي تصویر څه دی. په مکه کې د قریشو د قبیلې (بنو عبدمناف) دوه لوی ښاخونه وو. یو بنو هاشم. بل بنو امیه. په دواړو ښاخونو کې له پخوا زمانې نه خانداني سیالۍ راروانه وه. په بنوهاشم کې چې پیغمبر وزېږېد، نو هاشمیانو کې خو یوازې یو شخص (عبدالعزی) د پیغمبر دښمن شو. خو د اموي کورنۍ خلک بالعموم له هغه سره مخالف شول. خو د هغوی مخالفت بریالی نه شو. د مکې له فتحې (۸ هـ) وروسته د عربو د نورو قبایلو په څېر، بنو امیه هم اسلام ته داخل شول او د نبوت او وروسته د راشده خلافت په زمانه کې د دې کورنۍ تکړه وګړو راز، راز اسلامي دندې ترلاسه کړې. دریم خلیفه عثمان بن عفان چې په اموي کورنۍ پورې يې تعلق درلود، د هغه په زمانه کې (۳۵- ۲۴هـ) کې د بنو امیه اثر او رسوخ ډېر زیات شو. له هغه وروسته چې علي بن ابي طالب وټاکل شو، چې لومړی هاشمي خلیفه و، نو د بنو امیه رقابت راوپارېده. د عثمان د خون مسئلې له دوی سره مرسته وکړه او هغوی له څلورم خلیفه سره له بیعت کولو نه انکار وکړ. د حضرت علي د خلافت ټوله زمانه (۴۰- ۳۵هـ) په خپلمنځي کورنۍ جګړو کې تېره شوه. تر دې چې د یوه جنوني مسلمان په لاسونو نوموړی شهید کړای شو.
له علي بن ابي طالب وروسته د هغه له صاحبزاده حسن بن علي سره د خلافت بیعت وشو. د دې پېښې صورتحال داسې دی چې یوازې د عراق او خراسان (ایران) خلافت د امام حسن په برخه ورسېد. نور ټول هېوادونه، یمن، حجاز، شام، فلسطین، مصر او داسې نور د معاویه بن ابي سفیان اموي په ولکه کې وو چې د علي په لاس يې د خلافت بیعت نه و کړی او اوس یې د حسن د خلافت له منلو هم انکار کړی و. په ربیع الاول ۴۱هـ کې خبره دې حد ته ورسېده چې یوه خوا له امام حسن سره له څلوېښت زره نه ډېر وسلهوال جنګیالي وو چې په مرګ يې بیعت کړی و. په بله خوا کې د امیر معاویه تر بیرغ لاندې د شپېتو زرو لښکر د مرګ و میر لپاره لاس په توره ولاړ و. امام حسن فکر وکړ چې زما د پلار د پنځه کلن خلافت په زمانه کې مسلمانان د خپلو وروڼو په لاسونو ذبحه کېدل. که اوس زه په خلافت ټینګار وکړم، نو عملاً به له دې پرته نور هېڅ هم ونه شي چې دغه خپلمنځي وینه او وژنه به تر نامعلومې مودې پورې دوام وکړي. سره له دې چې امام حسن په حق و او هماغه د اسلامي هېوادونو مشروع خلیفه و. خو دې ته په کتو چې مقابل لوری نه په شا کېږي، نو پخپله د جګړې له میدان نه په شا شو او د خلافت مقام يې امیر معاویه ته وسپاره.
له دې نه وروسته شل کاله (۶۰-۴۱هـ) ارامه ارامي وه. اسلامي ځواکونو د خپلمنځي جګړو په ځای د اسلامي قلمرو په پراختیا لاسونه پورې کړل. د امیر معاویه له مړینې (رجب ۶۰هـ) وروسته د خلافت مسئله یو ځل بیا راژوندۍ شوه. امام حسین، چې له خپل ورور نه په دې خبره خوشاله نه و چې له خلافت نه تېر شوی و، د امیر معاویه د زوی یزید بن معاویه (۶۴- ۲۵هـ) د خلافت له منلو انکار وکړ، هغسې چې مخکې معاویه بن ابي سفیان د هغه د پلار علي بن ابي طالب د خلافت له منلو انکار کړی و. له همدې ځایه د امام حسین بن علي (۶۱-۴هـ) هغه کردار پیلېږي چې په یاد کې يې هر کال لسم د محرم نمانځل کېږي.
تاریخ راته وايي چې یزید بن معاویه د دمشق د خلافت په ګدۍ باندې له ناستې وروسته خپل د مدینې والي عتبه بن ابي سفیان ته ولیکل چې له خلکو نه زما په نوم بیعت واخله. ولید چې خلک راټول کړل نو امام حسین سمدستي له بیعت کولو نه عذر وړاندې کړ. بله ورځ يې په پټه خوله له خپلو بچو او عیاله سره له مدینې نه مکې ته مخه کړه. خو مکه هم ورته د سکون ځای نه شو. ځکه د مکې خلکو د عبدالله بن زبیر په لاس بیعت کړی و. دا وضعیت په امام حسین دومره ګران تمام شو چې ده او کورنۍ به يې په مکه کې په عبدالله بن زبیر پسې لمونځ نه کاوه چې عملاً په هغه وخت کې د مکې حاکم و.
د عثمان د قتل مسئلې مکه او مدینه د څلورم خلیفه علي بن ابي طالب لپاره نامساعد ښارونه ګرځولي وو. همدا وه چې هغه مدینه پرېښوده او په کوفه (عراق) کې يې استوګنه غوره کړه. په دې ډول د اسلام پلازمېنه په ۳۶هـ کې له مدینې نه کوفې ته ولېږدول شوه.
امام حسن له خلافت نه له تېرېدو (۴۱هـ) وروسته د کوفې استوګنه پرېښوده او خپل پخواني وطن (مدینې) ته راستون شو. د کوفیانو د مزاج په باره کې د عربو شاعر، فرزدق ډېر سم امام حسین ته ویلي و چې «د کوفې د وګړو زړونه له تاسې سره دي، خو د هغوی تورې ستاسې په ملاتړ کې له تېکې نه شي راوتلای.» یزید ته چې کله د خلافت مقام ورسېد، نو د کوفیانو په زړه کې د اهلِ بیت مینه په جوش راغله. هغوی امام حسین ته خطونو لیکل پیل کړل چې تاسې کوفې ته راشئ. موږ ټول به ستاسې په لاس بیعت وکړو. دغه ډول تقریباً یو نیم سل لیکونه له کوفې نه مکې ته راغلل.
امام حسن د وضعیت نازکي ډېره ښه درک کړې وه. هغه خپل کشري ورور حسین ته وصیت کړی و چې ته هېڅ کله هم د کوفیانو په خبره مه غولېږه. زه ښه پوه شوی یم چې نبوت او خلافت دواړه زموږ په کورنۍ کې نه شي یو ځای کېدی. د همدې لپاره ستا په حق کې بهتره همدا ده چې په دې برخه کې غلی اوسې. خو د امام حسین مېړنی طبیعت په دغه ډول مشوره نه شو قانع کېدلی. هغه کوفې ته د تلو اراده وکړه. او خپل د تره زوی مسلم بن عقیل بن ابي طالب يې راوغوښت او ورته ویې ویل چې ته لومړی کوفې ته لاړ شه او هلته په پټه زما لپاره بیعت واخله. زه به هم ژر پسې در ورسېږم. مسلم بن عقیل له دې طرحې سره جوړ نه و. خو د امام حسین په ټینګار نوموړی کوفې ته روان شو.
مسلم بن عقیل چې کله د امام حسین د استازي په حیث کوفې ته ورسېد، نو ډېرو خلکو يې ښه تود هرکلی وکړ. ویل کېږي چې شاوخوا ۱۸زره کسانو نیابتاً د هغه په لاس بیعت وکړ. یزید چې کله خبر شو، نو هغه عبیدالله بن زیاد د کوفیانو د ځپلو لپاره وګماره. عبیدالله بن زیاد له بصرې نه کوفې ته ورسېد، خلک يې راټول کړل او سخت يې وڅنډل. بیا یې مسلم بن عقیل او د هغه کوفي کوربه هاني بن عروه د خپلې ماڼۍ په بام ودرول او قتل يې کړل. د هغوی سرونه او وینلړلي جسمونه د هوا په څپو کې را والوتل او د خلکو په وړاندې په مځکه وغورځېدل. دا د دې خبرې اعلان و چې له امام حسین سره له ملګرتیا کولو نه مخکې باید خلک فکر وکړي چې انجام به يې څه وي. بس ټول خلک غلي شول او په خپلو کورنو کې کېناستل.
په مکه کې امام حسین له دې ټولو پېښو ناخبره، کوفې ته د تګ تابیا نیوله. عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، عمرو بن سعد بن العاص، عبدالرحمن بن حارث او د مکې نورو مشرانو امام حسین ډېر په شدت منع کړ. عبدالله بن زبیر وویل چې تاسې کوفې ته د تلو په ځای د مکې حکومت قبول کړئ. لاس راوړاندې کړئ. له ټولو دمخه زه له تاسې سره بیعت کوم. خو نوموړی په هېڅ ډول رضا نه شو. عبدالله بن جعفر بن ابي طالب له مدینې نه خط ورته واستوه او په ټینګار يې منع کړ. خو امام حسین ونه منله. حتی د عبدالله بن عباس د دې وروستۍ خبرې له منلو يې هم انکار وکړ چې ښځې او ماشومان په مکه کې پرېږدئ او تاسې سفر وکړئ یا لږ تر لږه له حج نه وروسته روان شئ چې یوازې څو ورځې ورته پاتې دي.
امام حسین د ذوالحجې ۶۰هـ په لومړۍ اوونۍ کې کوفې ته روان شو، په لاره کې يې له عبدالله بن مطیع سره ملاقات وشو. هغه امام حسین ته وویل «زه قسم درکوم چې بېرته مدینې ته ستانه شئ. که تاسې له بنو امیه نه د خلافت د اخیستو هڅه وکړئ، نو هغوی به مو خامخا ووژني. او بیا به هر هاشمي، د هر عرب او هر مسلمان په وژلو باندې زړور شي.» خو د امام حسین د مېړني طبیعت لپاره هېڅ شی هم خنډ ونه ګرځېدل. یزید بن معاویه او د هغه د عراق والي عبیدالله بن زیاد ته ټول خبرونه رسېدل. هغوی شپږ زره پوځ په بېلا بېلو ځایونو کې ځای په ځای کړ چې امام حسین کوفې ښار ته ننوتو ته پرې نه ږدي. له امام حسین سره په ابتدا کې څو سوه کسان وو. کله چې هغوی د یزید د پوځ له فعالیتونو نه خبر شول، نو خلک ترې کمېدل تر دې چې د کربلا میدان ته تر رسېدو پورې يې د قافلې شمېر دوه اویا تنه پاتې شو، چې یوازې د خپلې کورنۍ او قبیلې خلک يې وو.
خو په وروستي وخت کې امام حسین ته ټول وضعیت څرګند شو. د مسلم بن عقیل وژنه، د کوفیانو بې وفايي او د یزید د زبردست لښکر په مقابل کې د ده وړه قافله، دې شیانو د ده د بریا امکان ته د پای ټکی ایښی و. امام حسین پوه شو چې د نښتې یوازنی مطلب مرګ دی. امام حسین خورا شریف او زړور انسان و. جګړې یا مرګ وېرولی نه شوی. خو د خپلو ملګرو او په تېره ښځو او بچو لپاره په خپل زړه کې د مهربانۍ د احساس د راټوکېدو مخه نیول د ده لپاره ممکن نه و. همدا ده چې تاریخ وايي چې په وروستي وخت کې له یزید سره سولې کولو ته راضي شو. هغه د یزید والي عبید الله بن زیاد مخې ته درې وړاندیزونه کېښودل چې:
۱- زه بېرته مکې ته ستون شم او هلته په پټه خوله د خدای په عبادت کې مشغول شم.
۲- پرې مې ږدئ چې کوم سرحد ته ووځم او له کفارو سره جهاد کې شهید شم.
۳- د یزید په لاس بیعت وکړم. (اما ان اضع یدی في ید یزید، الطبری، جلد ۴، صفحه ۳۱۳)
د امام حسین په رویه کې له دې تبدیلي نه د یزید د پوځ خلک ډېر زیات خوشاله شوو. سره له دې چې دواړو د کربلا په میدان کې د یو بل په خلاف صفونه تړلي وو. خو په دې سربېره، د «نواسه رسول» د احترام دا حال و چې دواړو خواوو به په ګډه لمونځونه کول او زیاتره وختونه به حسین د خلکو امام و. عبیدالله بن زیاد ته چې د امام حسین پیغام ورسېد نو هغه هم ډېر زیات خوشاله شو چې له جنګ و جګړې پرته به مسئله ختمه شي او امام حسین به د یزید په لاس بیعت وکړي. خو د عبیدالله بن زیاد یو مشاور شمر ذي الجوشن، چې ډېر د بېکاره طبیعت سړی و، هغه په همدې شېبه کې د عبیدالله بن زیاد ذهن واړاوه. هغه پوه کړ چې د امام حسین مسئلې ته په نهايي ډول د پای ټکي ایښودو له دې نه بهتره موقع به بیا پیدا نه شي. د عبیدالله بن زیاد په امر د هغه پوځونو د امام حسین په مخ د ستنېدو ټولې لارې وتړلې. هغه چې هر لوري ته ستنېدل غوښتل، په هماغه لوري کې به پوځ د هغه په لاره کې ولاړ و.
په ۱۰ محرم ۶۱هـ د یزید د پوځونو له لوري برید پیل شو. د امام حسین قافلې په خورا زړورتیا مقابله وکړه. ټول خلک ووژل شوو او په پای کې له ښځو او ماشومانو علاوه، یوازې امام حسین پاتې شو. د دې وجه دا وه چې د یزید د پوځ هر سړي په هغه باندې له وار کولو نه ځان تېراوه او بله خوا به يې ونیوله. په پای کې هماغه شمر ذي الجوشن راوړاندې شو چې عبدالله بن زیاد یې د حسین په خلاف جګړې ته لمسولی و. هغه څو تنه ورسره کړل او په دې زړور انسان يې قاتلانه برید وکړ او کار يې ورته تمام کړ. په دې کې یو دا ټکی اضافه کړئ چې شمر ذي الجوشن د امام حسین د ترور مېړه او عمرو بن سعد، چې د امام حسین د قافلې په لور يې لومړی غشی وار کړ، د امام حسین ماما و.
د امام حسین د پېښې دغه تصویر چې په طبري او د تاریخ په نورو تاریخونو کې په لاس راځي، هغه له هغه تصویر نه کافي مختلف دی چې زموږ شاعران او خطیبان او لیکوال يې په پرجوشه الفاظو کې وړاندې کوي. حقیقت دا دی چې د امام حسین سیاسي اقدام تر ډېره د شخصي مېړاني له مخې پېښ شوی اقدام و. هغه وخت چې کوم صحابه کرام ژوندي وو، هغه ټول په دې مسئله کې له ده سره خلاف وو. د مکې او مدینې لویانو دی له دې اقدام نه راګرځاوه، حتی خپل خپلوان يې هم په دې معامله کې ورسره یوه خوله نه وو. خو په دې سربېره د ده د مېړني طبیعت لپاره هېڅ هم خنډ نه شول. خو په وروستیو ورځو کې يې د مسئلې په نزاکت سر خلاص شو او هماغه رایې ته ورسېد چې د هغه مشر ورور امام حسن د خپلې دوراندېشۍ له برکته ۲۰ کاله دمخه رسېدلی و. یزید بن معاویه چې په خپله پلازمېنه (دمشق) کې مېشت و، که هغه پخپله د کربلا (عراق) په میدان کې له خپلو پوځونو سره موجود وای او د حسین او یزید په منځ کې مخامخ مکالمه شوې وای، نو په دې کې یوه ذره هم شک نشته چې د امام حسین په وروستي شرط به راضي شوی وــــــــــــــ یزید د هغه امام حسین دښمن و چې د ده سیاسي مخالف و. د خلافت له بیعت وروسته به امام حسین د هغه لپاره «نواسه رسول» و او هغه به یې په عزت او احترام خپل وطن ته ستون کړی و. خو یزید د امام حسین له سولهییز وړاندیز نه هغه وخت خبر شو چې سر يې له تنې نه جدا شوی و.
نور بیا