Homeخبرونهماهرنګ: زندان کې د کتابونو مطالعې زما د مبارزې لار لا پياوړی...

ماهرنګ: زندان کې د کتابونو مطالعې زما د مبارزې لار لا پياوړی کړی

تاند (شنبه د چنګاښ/سرطان ۶مه) ماهرنګ بلوچ، چېتازه ورته عمر بند سزا ورکړل شوې وایي، د زندان پر مهال کتابونو ورسره مرسته کړې څو د انفرادي بند سختې شېبې وزغمي.

ماهرنګ بلوچ ویلي، په بلوچستان کې د زده‌کوونکو، خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو غږونه په جبري لادرکه کولو، وژنو او هدفي تاوتریخوالي چوپ کېږي او له همدې امله د سوله‌ییز سیاسي فعالیت دوام ډېر ستونزمن شوی دی.
د هغې په وینا، حکومت سوله‌ییز سیاسي خوځښتونه د «دولت ضد» او یا هم «امنیتي ګواښ» په نوم یادوي او فعالان له نیونو، ځورونو او جعلي قضیو سره مخامخ کوي.
هغې د زندان د ژوند په اړه ویلي، کتابونه د انفرادي بند پر مهال د هغې تر ټولو ستره معنوي تکیه وه.

د هغې په وینا، کتابونو یې سیاسي شعور، فکري ژورتیا او د مقاومت پر ارزښت باور لا پیاوړی کړی او د خپلې مبارزې د موخې په درک کې یې ورسره مرسته کړې ده.
نوموړې وایي په زندان کې د دوی د اعتراضونو یوه مهمه غوښتنه کتابونو ته لاسرسی و.
ماهرنګ بلوچ ټینګار کړی چې کتابونو د انفرادي بند تر ټولو سختو شېبو کې د دې توان ورکړی چې د خپل ولس درد او کړاو په ښه توګه درک او وزغمي.

ماهرنګ بلوچ د بلوچ یووالي کمېټې مشره او د بشري حقونو فعاله ده چې، څه موده وړاندې پاکستاني پوځ زنداني کړه او اوس یې په عمري بند محکومه کړه.

 څو ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم د ماهرنګ بلوچ پر ژر خوشې کېدو ټينګار کړی وو او د هغې پر عمر بند سزا یې سخته خواشیني ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...