Homeخبرونهشدیدې زلزلې، چې مرکز یې په بدخشان کې و، ټوله سیمه ولړزوله

شدیدې زلزلې، چې مرکز یې په بدخشان کې و، ټوله سیمه ولړزوله

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۶ مه) یوې نسبتاً شدیدې زلزلې، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۲ درجې و، د افغانستان ترڅنګ پاکستان، منځنۍ اسیا او د هند شمالي برخې ولړزولې.

د دې زلزلې مرکز د افغانستان د هندوکش په غرونو کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د مځکې له سطحې ۸۱ کیلومتره لاندې و.

د دې زلزلې ټکانونه په چین، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان او ترکمنستان کې هم احساس شوي دي.

د متحدوایالتونو د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) د معلوماتو له مخې، زلزله د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د جرم ولسوالۍ جنوب ته په ۴۳ کیلومترۍ کې شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د زلزلې ټکانونه ډیلي او سرینګر په ګډون د هند په بېلابېلو ښارونو کې د احساس شوي دي. ځینو راپورونو دا هم ویلي چې د ګاونډي پاکستان په لاهور، فیصل‌اباد او اسلام‌اباد کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي چې خلک د زلزلې له وېرې له خپلو کورونو بهر وتلي دي.

د سوات یوه اوسېدونکي رویټرز ته ویلي: «دلته په سوات کې زلزله ډېره زوروره وه او ټکانونو یې نسبتاً د اوږد وخت لپاره دوام وکړ. خلک له خپلو کورونو راووتل او ښځې او ماشومان له وېرې ژړل.»

تراوسه د دې زلزلې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه له هیڅ ځایه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...