الکولونه له مشبوع او غیر مشبوع هایدروکاربونونو څخه ترکیب شوي دي او د کیمیاوي زهري موادو په ډله کې ډیر لوړ ارزښت لري. محمد ذکریا رازي لومړنی څوک و چې د شرابو له تقطیر څخه یې الکول تر لاسه کړل او هغه یې د الکهل په نوم ونومول، الکول یوه داسې مایع ده چې فرار کوي (تښتي) توند او سوزوونکی خوند لري.
د هایدروکسیلي ګروپ هایدروجن په الکولو کې متحرک وي د ساري په توګه چې القلي فلز له الکولو سره تعامل وکړي، د نوموړي فلز په واسطه هایدروجن آزادیږي او په پایله کې هغسې جامد مرکبونه تشکیلیږي چې په الکولو کې د حل وړ وي او هغه د الکولونو په نوم یادیږي، الکولات د تیزابونو له ډیرو کمزورو مالګو سره ورته والی لري او د اوبو په واسطه په بشپړه توګه هایدرولایز کیږي او بیا الکول ترې لاس ته راځي او القلي آزادیږي، په دې توګه الکولات د الکولو او د القلي اوبو د محلول د تعامل په نتیجه کې نه تشکیلیږي الکولونه په عملي توګه غیر الکترولیت ديالکولونه له تیزابو سره تعامل کوي او ایستر جوړوي. الکولونه د اړوندو هایدروکاربونو په پرتله په ډیرې اسانۍ سره تحمض کوي او په نتیجه کې یې الدیهایدونه یا کیتونونه تشکیلیږي. میتایل الکول د وچ لرګي له تقطیر څخه ترلاسه کېږي او د لرګي د الکولو په نوم یادیږي. دا الکول ډیر زهري وي له دې امله یې په وجود کې ډیره لږه اندازه هم د ړندیدو سبب ګرځي او زیاته کچه یې حتی د مړینې سبب کیږي. دا الکول بې رنګه مایع ده او د ایشیدو تودوخه یې د سانتي ګراد له 64/5 درجو سره سمون خوري له دې الکولو څخه هم د محلل په توګه او هم د نورو عضوي موادو د لاس ته راوړلو لپاره کار اخیستل کیږي. د ایتایل الکولو د ایشیدو تودوخه د سانتي ګراد له 78/4 درجو سره سمون لري او په معاصرو کیمیاوي صنایعو کې یو له مهمو لومړنیو موادو څخه دی چې په شنه رنګه لمبه سوځي دغه الکول کولای شو چې د طبیعي قندونو او د هایدرو لایز شویو نشایستو له تخمر څخه لاس ته راوړو چې په انګورو او غلو کې شته. د غلو او شکرو څخه د ایتانول لاس ته راوړل یو د ډیرو پخوانیو عضوي تعاملاتو څخه شمیرل کیږي او تاریخچه یې آن 2500کلونو ته رسیږي، د تخمر عملیه (د مخمر په موجودیت) سرته رسیږي او په نتیجه کې کاربوهایدریتونه د انزایم په واسطه په ایتانول او کاربن دای اکساید ټوټه کیږي.
په نړۍ کې په کال کې ملیونونه ټنه ایتانول تولیدیږي او په اساسي ډول د محلل په توګه استعمالیږي د ایتانول په سلو کې 5 برخې د غلو د تخمر څخه جوړېږي او ډیره زیاته برخه یې د اوبو او ایتلین د تعامل په نتیجه کې د اسیدي کتلست په موجودیت کې تر لاسه کیږي.
ایتانول په ننني کیمیاوي صنعت کې د ډیرو غوره لومړنیو موادو په ډله کې راځي ایتانول الکول هم په طبابت کې او هم د څښلو څخه یې معتادین استفاده کوي، چې له ضرورت څخه پرته استعمال یې د روغتیایي او اجتماعي پرابلمونو سبب کېږي، الکولي مشروبات له ډیرو پخوا زمانو راهیسې د نشې په خاطر څښل کیږي. ایتایل الکول د فیصدي له نظره مختلف ډولونه لري د طبابت په موخه د انتي سپتیک درمل په توګه د جراحي عملیې او زرقیاتو دمخه د پوستکي د پاکوالي له پاره استعمالیږي همدارنګه ایتایل الکول په صنعت کې د عصارو او جوشاندو په جوړولو او د ځینو شربتونو په ترکیب کې شامل دي.
ایتایل الکول یوه شفافه، بې رنګه، ژر سوځېدونکې مایع ده چې ذایقه یې د خولې سوزونکې ده د شوغلو رنګ یې آبي دی او په اوبو، ایتر او کلورو فورم کې په مختلفو فیصدیو سره مخلوط کیدای شي وروسته د څښلو څخه الکول د معدې او نریو کولمو له لارې په ښه صورت سره جذبیږي او د وینې دوران ته داخلیږي او که له 20 فیصدو څخه یې غلظت زیات وي ورو، ورو جذبېږي، دا ځکه د پیلور د تضیق سبب ګرځي.
همدارنګه خواړه هم د الکولو د جذب د سستوالي سبب ګرځي کله چې الکول جذب شي نو په سرعت سره په ټول بدن کې توزیع کیږي، او د 95 فیصدو په حدودو کې میتابولیزم سره مخامخ کیږي. الکول د یهایدرو جناز، انزایم تر تاثیر لاندې په اسید الدیهاید او وروسته په استیک اسید باندې بدلیږي هغه میتابولیزم چې د الکولو د متیابولیزم په اثر منځ ته راځي پر انساجو باندې سمي او زهري تاثیرات لري، د الکولو یوه برخه په خپل اصلي شکل د ادرار، خولو او تنفس له لارې اطراح کیږي.
د یادولو وړ دا ده چې الکول د اشباع قابلیت لري او دغه حادثه وروسته د هغه څخه چې د الکولو غلظت په هرو سلو ملي لیترو کې 10 ملي ګرامو ته ورسیږي، شروع کیږي یعنې وروسته له هغه هر څومره چې د الکولو غلظت له دې څخه زیات شي د میتابولیزم او اطراح سرعت ثابت پاتې کیږي په دې مانا چې که هرڅومره د الکولو غلظت لوړ شي یعنې په هره اندازه چې د الکولو مقدار ډیر واخیستل شي په هم هغه اندازه یې نیمایي عمر اوږدیږي او تاثیرات یې ادامه پیدا کوي. الکول د ځیګر د انزایمونو د تنبه سبب ګرځي، په همدې دلیل دی چې په معتادینو کې د تحمل سبب ګرځي یعنې د الکولو معتادین د الکولو د تاثیر لاس ته راوړلو په غرض په منظمه توګه د هغه مقدار ته زیاتوالی ورکوي، خو که په دوامداره توګه او متوسط مقدار سره الکول وڅښل شي د ځیګرانزایم تنبه کیږي، او که په دوامداره توګه ډیر مقدار وڅښل شي د انساجو د تخریب له کبله د انزایم د تنقیص سبب ګرځي. الکول د شهیقي تنفس له لارې اطراح کیږي چې دغه عمل د دې سبب کېږي چې غلظت یې په وینه کې په اسانه توګه تعیین شي ځکه دواړه غلظتونه یعنې په وینه او سږو په هوا کې سره برابر دي چې په جنایي او ترافیکي واقعاتو کې ښه مرسته کولای شي.