پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+"راسکولنیکوف" د ادبي اعتراف په جال کې | ع ارمان

“راسکولنیکوف” د ادبي اعتراف په جال کې | ع ارمان

اعتراف په عامه توګه کې د پاکۍ، سپکښت، او اخلاقي مظاهرې نوم دی. له مذهبي دودونو نیولې تر ماډرن سائیکالوجۍ پورې، دا انګېرنه ژوره ریښه لري چې «ویل» د «ژغورنې» شرط دی. خو ادبي تجربه، په ځانګړي ډول هغه ادبیات چې کار ئي د سائیکالوجۍ له منطق سره وي، دا خبره یوازې تر پوښتنې لاندي نه راولي، بلکې تر بنیاده یې شنډوي هم. ادب ښيي چې اعتراف ډېر ځله د خلاصون پر ځای د زور بدلون رامنځته کوي؛ ګناه له عمله وجود ته انتقالېږي، او ژبه خپله د کړاو برخه ګرځي.

په سایکولوجیکل منطق کې ګناه یوازې د ناسم عمل پایله نه ده، بلکې د ځاني-تصور د سرګردانۍ او غمونو تجربه ده. فرایډ په Civilization and Its Discontents کې ګناه د “سوپرایګو” د داخلي زور وجه بولي، هغه زور چې فرد ته یوازې دا نه وايي «ته غلط یې»، بلکې دا هم وایي «ته ځورېږې». اعتراف په دې منطق کې د خلاصون نه بلکې د سزا د کمولو هڅه ده. ادب همدا ټکی لا ژوروي: اعتراف دلته د ځان د خلاصون هڅه نه، بلکې د ځان د بیا جوړولو هڅه ده—هغه هڅه چې ناکامي ئي بنیاد ده.

د ژبې ستونزه له همدې ځایه پیلېږي. اعتراف باید بشپړ وي، حال دا چې رواني حقیقت تل نیمګړی وي. پر دې خبره ژاک لاکان ټینګار کوي چې “حقیقت یوازې په ټوټو کې ویل کېږي، ژبه د لاشعور بشپړ انتقال نه شي کولای.” نو هر اعتراف، که څومره هم له صداقته ډک وي، خو په خپل ذات کې یو جوړښت لري: څه ویل کېږي، څه نه ویل کېږي، او څه قصداً پاته شوه. ادب دا جوړښت ښکاره کوي، خو له ښکاریدو وروسته د حل لاره نه راباسي. او دې ته ناکام اعتراف وائي یعني هغه حالت چې پکې اعتراف یا نامکمل پاتې شي، یا په داسي ډول بشپړه شي چې هیڅ اغېز نه وکړي. دا ناکامي اخلاقي کمزوري نه ده، بلکې رواني منطق لري او د هر دفاعي میکانیزم  ( repression، rationalization، او displacement )ادبي بڼې ښيي چې ژبه څنګه دفاع ته مجبوره شي. کرکټرغواړي اعتراف وکړي، خو ژبه د رسوائي موقع نه ورکوي.

د داستایوفسکي په ناول ” crime and punishment/جرم او سزا”  کې د هغه کرکټر “راسکولنیکوف” اعتراف کوي، خو د اعتراف دا عمل هغه څرګندونه نه کوي چې کلاسیک اخلاق یې تمه لري. برعکس، تر اعتراف وروسته د هغه وجودي انزوا ژوره کېږي.« اعتراف دلته د ګناه پای نه دی، بلکې د ګناه بله بڼه ده. هغه ګناه چې مخکې ذهني وه، اوس ټولنیزه او وجودي شي. داستایوفسکي دلته نه اعتراف مقدس ګڼي او نه چوپتیا؛ هغه دا دواړه د رواني جګړې مرحلې بولي. بل اړخ ته جرمن فلاسفر نیطشي! په On the Genealogy of Morals کې هم دا استدلال کوي چې ګناه د داخلي تاوتریخوالي پایله ده—د انساني ذهنیت هغه زور چې بهر ته د وتلو لار نه لري، نو پر ځان غالبه شي.» راسکولنیکوف دقیقاً د همدې منطق قرباني دی. هغه خپل عمل فلسفي کوي، بیا یې عقلاني کوي، بیا یې ځنډوي، او بالاخره یې وایي—خو دا «وییل» د تاوتریخوالي مخه نه نیسي، بلکې نوي لار ورته برابروي. دلته ادب نه د اخلاقو ژبه کاروي او نه د بخښنې؛ دا یوازې psychological movement /روانې حرکت ثبتوي.

د اعتراف بله اساسي ستونزه د مخاطب مسئله ده. اعتراف هېڅکله یوازې نه وي؛ دا تل یو اورېدونکی غواړي. خو په ادبي متن کې مخاطب تل ستونزمن دی: یا د واک استازی دی، یا بې‌باوره دی، یا اخلاقي غوښتنې لري چې کرکټر یې نشي پوره کولای. راسکولنیکوف د پولیسو، سونیا، او خپل وجدان تر منځ مجبور ولاړ دی. هر مخاطب جلا واک او جلا قضاوت لري، او همدا زیاتوالی اعتراف فلج کوي.

فوکو the history of sexuality Vol. 1  کې اعتراف د واک ټېکنیک بولي. ځکه خو په مدرن ټولنه کې اعتراف یوازې شخصي عمل نه دی، بلکې د نظم برخه ده. څوک چې اعتراف کوي، ځان د تفتیش، قضاوت او تنظیمي سسټم ته سپاري. ادب خو په واقعیت کې دا سیسټم ښکاره کوي مګر د ساده انکار لار نه ښيي. داستایوفسکي نه د قانون مبلغ دی او نه یې مخالف؛ هغه یوازې دا ښيي چې اعتراف څنګه انسان تر نوي څارنې لاندې راولي.

ناکام اعتراف سیاسي بُعد هم اخلي. کله چې اعتراف د نظم شرط شي، چوپتیا د مقاومت بڼه خپله وي. خو ادب دا مقاومت نه سپېڅلی کوي. ځکه چوپتیا آزادي نه ده بلکه د دفاع یو بیل شکل ده. دا زیاتوب هغه څه دی کوم چې اعتراف د تسلیمۍ په توګه، چوپتیا د ځان-ساتنې په توګه او ادب له ساده اخلاقي قطب‌بندۍ ژغوري.

د ګناه تر ټولو ژوره کچه شرم دی. په سیلف-سایکالوجۍ کې شرم هغه تجربه ده چې پکې د ځان جوړښت زیانمن کېږي. راسکولنیکوف یوازي له دې وجې نه شرمیږي چې خپل عمل ئي څه دی بلکې له دې امله هم شرمیږي چې هغه څوک نه شي پاتې کېدای چې ځان یې ګڼلو. اعتراف دا شرم نه ختموي، بلکې رسمي کوي ئي. ځکه خو ادب او “سایکالوجیکل ټریټمینټ” سره جلا شي: ټریټمینټ/درملنه شرم ختمه وي، ادب یې افشا کوي.

لوستونکی هم په شعور او لاشعوري توګه د دې ناکام اعتراف برخه وي. هغه نه قاضي وي او نه معالج؛ هغه یو بې‌وسه شاهد وي. دا ثانوي شاهدي خپله تر اخلاقي فشار لاندي وي. لوستونکی نه شي کولای قضاوت وکړي، ځکه متن هر قضاوت شنډوي؛ او نه دا کولای چي وئي بخښي ځکه چې بخښه خپله هم د واک ادعا ده. همدلته ادب د لارښونې په ځای د بېوسۍ له لارې ژور اخلاقي اغېز ترلاسه کوي.

ناکام اعتراف کله ناکله د ادبي فضیلت په توګه رومانټیک شي، خو داستایوفسکي دا غلطي هم نه تکراروي. راسکولنیکوف نه اتل دی او نه قرباني؛ هغه د خپل ذهني منطق محصول دی. دا دریځ نه ستاینه ده، نه اعتراف، او نه محکومیت—دا تحلیل دی. همدا بې‌طرفه پاتیدل هغه بې‌رحمي ده کوم چې ادب علمي اعتبار ته رسوي.

دا وجه ده چې ادب اعتراف نه ردوي او نه ئي تبلیغ کوي. ادب اعتراف د یوې ستونزې په توګه وړاندې کوي، نه د حل په توګه. دا دریځ نه محافظه‌کار دی او نه انقلابي؛ دا انتقادي دی، ځکه دا د انساني شعور هغه ساحه رابرسېره کوي په کوم کې چې ساده پورمول ناکامه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...