شنبه, مې 18, 2024
Homeروغتیاتازه څېړنه: لږ الکول هم زیان لري

تازه څېړنه: لږ الکول هم زیان لري

تاند- یوه تازه څېړنه، چې د جمعې په ورځ ګڼو لوېدیځو رسنیو خپره کړه، ښيي چې الکول که هر څومره لږ هم وي، د انسان روغتیا ته ضرر لري او ښه دا ده چې څوک له سره الکول ونه څښي.

دا څېړنه، چې پایلې یې لومړی پلا په لینست خپرونه کې چاپ شوې، وايي چې الکول په ۲۰۱۶ م کال د ډېرو خلکو د مړینې یو مهم عامل و.

دا څېړنه د ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د نړۍ په ۱۹۵ هیوادونو کې پر هغو کسانو شوې چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۹۵ کلونو پورې وو.

څېړنه ښيي چې په ۲۰۱۶ کې الکول د دغو کسانو د مړینې اووم عامل او د وخت د ضایع کېدا سبب و.

مخکې په څېړنو کې ویل شوي وو چې په لږه اندازه د الکولو، په تېره بیا د سرو واینو څښاک د روغتیا لپاره تاوان نه لري او حتي د زړه لپاره ګټور دي، خو دا نوې څېړنه د پخوانیو څېړنو پایلې ناسمې ثابتوي او وايي چې الکول که په هره اندازه وي، صحت ته زیان لري.

څېړنه وايي چې الکول د سرطان په شان د ناروغیو سبب کېږي.

1 COMMENT

  1. دا ټول درواغ !دی

    چا ویلی دی چه الکهول ضرر لری؟
    هیڅ ضرر نلری
    د شرابو د فابریکو د څښتنانو څخه وپوښتی چه څومره ګټه ئې کړېده

    تاوان کوم دی؟
    هر څوک د مُلا پر دې خبره چه الکهول ضرر لری نور هم باید
    !وخاندی! او ددې علمی څېړنو پایله ومنی چه د مُلا خبره ئې رد
    کړېده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب