سه شنبه, مې 21, 2024
Homeروغتیاد سرطان د درملنې لور ته یو بل ګام

د سرطان د درملنې لور ته یو بل ګام

تاند- سره له دې چې هر څه موده وروسته د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره د یوې نوې طریقې د موندنې یا نوي درمل د جوړېدو خبرونه خپرېږي خو لا هم دا ناروغي کنټرول شوې نه ده او تر ټولو خطرناکه ناروغي ګڼل کېږي.

څېړونکي دې نتیجې ته رسېدلي چې د سرطان د درملنې په مهال د تومور د بشپړه لېرې کولو لپاره د (RAS) ار اې ایس د مخنیوي ترڅنګ د ERF بشپړ کنټرول ته هم اړتیا ده.

آر اې ایس د عامو سرطانونو د جینونو کورنۍ ده چې د اکثرو وژونکو سرطانونو سبب کېږي.

د هسپانیا د سرطان د ملي څېړنو د مرکز د متخصصانو څېړنه ښيي چې حجرې حتي د آر اې ایس جینونو د بشپړ نشتوالي په صورت کې هم ژوندۍ پاتې کېدای شي خو دا کار هاله کېږي چې د اي آر ایف په نوم یو بل جین هم موجود وي.

د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې په نړۍ کې ډېر کار کېږي او اوس په لومړیو پړاونو یا سټېجونو کې د اکثرو سرطانونو تداوي کېدای شي.

هسپانیا یو له هغو هیوادونو څخه دی چې له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې لپاره پکې ډېرې څېړنې کېږي. د دغه هیواد شهزادګۍ لیتیزیا د سرطاني تحقیقاتو د اروپايي ټولنې غونډې ته په وینا کې په دې برخه کې د خپل هیواد د ژمنې یادونه وکړه. د اغلې لیتیزیا وینا پخوانۍ ده خو پاسنۍ څېړنه تازه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب