سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeمیرمنلومړنۍ افغانه ښوونکې مېرمن | لطف الله صابر

لومړنۍ افغانه ښوونکې مېرمن | لطف الله صابر

دلته تاسو ته د یوې داسې مېرمنې په اړه معلومات وړاندې کوم، چې هغې نه یوازې په پښتو ژبې او ادب کې ونډه درلوده؛ بلکې هغه یوه سیاستمداره، مدبره او زړه وره مېرمن وه او ددې تر څنګ یوه ستره او نه هېرېدونکې ځانګړنه یې دا ده، چې هغه زموږ د منځني پير د وروستیو او معاصرې دورې د پيل لومړنۍ پښتنه ښوونکې مېرمن تېره شوې ده، چې په خپل وخت او زمان کې یې د دربار او سلطنت د نورو چارو تر څنګ نجونو او مېرمنو ته درس ورکاوه.

هغه نومیالۍ مېرمن چې د پښتني ټولنې لومړنۍ ښځينه ښوونکې ګڼل کېږي هغه مېرمن زینب ده، چې په لاندې ډول به یې پېژندنه او کارنامې وړاندې شي:

میرمن زینب

بي بي زینب د مېرمن نازو لمسۍ، د حاجي میرخان (میرویس خان نیکه) لور، د شاه حسین هوتک او شاه محمود هوتک خور ده، چې د زېږېدو نېټه یې په دقیق ډول نه ده معلومه؛ خو په (پټه خزانه) کې یې پېژندنه شوې ده. بي بي زینب له کوچینوالي څخه په خپل کور کې تر ښوونې او روزنې لاندې ونیول شوه او د وخت مروج علوم یې په خپل کهول کې د دربار د حرم سرای له ښځو او خپلې نیا (نازو آنا) څخه زده کړل، چې دا زده زیاتره د ژوند د لارو چارو ښوونه بلل کېدای شوه او بیا یې د قرآن کریم زده کړه وکړه او اسلامي احکام او دیني فقي کتابونه یې د خپلې کورنۍ او شاهي دربار له ملا (نور محمد غلجی) څخه ولوستل او ښه زده کړه یې ترلاسه کړه، چې ددې تر څنګ یې په عین حال کې د حرم نجونو او کوچنیانو ته د زده کړې په برخه کې د ښوونکي سپېڅلې دنده هم ترسره کوله.

دا شاعره، ادیبه او عالمه مېرمن، چې د خپلې کورنۍ د علمي، ادبي او سیاسي پوهې او ذکاوت څخه پوره برخمنه وه، د نرمو احساساتو، پښتني روحیې او ملي ممیزاتو درلودونکې او د پوره تدبیر څښتنه وه.

پښتو څېړنې (د مقالو ټولګه ۳۵۲) مخ کې راغلي چې: (( بي بي زینب د پښتني ادب ستوری او غیرتمنده ارتینه د میروس نیکه لور ده، چې په کوچنیوالي یې د علومو تدریس کړی دی، اسلامي احکام او د فقه کتابونه یې هم لوستي دي. بي بي زینب ډېره هوښیار او په حکومتي او اداري کارونو کې پوره وارده ښځه وه او په ټولو حکومتي کارونو کې یې خپل ورور شاه حسین ته مشورې ورکولې، چې د بي بي زینب ورور شاه محمود مړ شو؛ نو د ورور په مرګ ډېره خواشینې شوه او د تاثیر نه ډکه او غم انګیزه مرثیه یې لیکلې چې ډېر بیتونه لري.

د پښتو ژبې او ادب پوهانو همدا راز ځینو تاریخ پوهانو د هوتکي دورې په باب ګڼ شمېر لیکنې کړې دي؛ خو دا چې د هېواد د ښځینه کهول په برخه کې د پام وړ خبره ده، هغه دا ده، چې مېرمن زینب د هوتکي کورنۍ د ښوونې او روزنې د ‌ډګر یوه هغه ډېوه ده، چې په پښتني برم سره یې د لومړنۍ ښوونکې په توګه دنده ترسره کړې ده او دا د پښتني مېرمنو له پاره له ویاړ او برم ډکه خبره ده او دې مېرمنې ته باید د هېواد په ښوونیز او روزنیز ډګر کې د لومړۍ پښتنې ښوونکې مېرمنې لقب ورکړل شي.

وايي چې: د شاه حسین په دربار کې به؛ ادیبان، شاعران او هنرمندان را ټول و، چې بي بي زینب به هم د هغه وخت د شاعرانو او ادیبانو سره هم ګډون کاوه، مېرمن زینب به تل د شاعرانو شعرونه اصلاح کول، د پخوانیو شاعرانو دېوانونه به یې لوستل او په خپله به یې هم خواږه خواږه شعرونه ویل، که څه هم په خواشینۍ سره باید ووایو؛ د مېرمن زینب له منظومو او ادبي لیکنو څخه موږ ته یوازې یوه ویرنه راپاتې ده، چې د خپل ورور شاه محمود په مرګ یې ویلې وه او په پټه خزانه کې ثبت او را نقل شوې ده.

د مېرمن زینب همدا ویرنه په پښتو ادب کې د ځانګړي اهمیت او ادبي قوت له مخې د هېواد په تېر سیاسي او ادبي بهیر کې د یوه شهکار حیثیت لرلی شي، چې هم سیاسي اړخ لري، هم هنري ادبي اړخ او هم د نوموړې مېرمن د ذهني ځواک او شعري پیاوړتیا اندازه را څرګندوي. دا ویرنه مېرمن زینب هغه وخت ویلې چې ورور یې ( شاه محمود هوتک) په ۱۱۳۷ سپوږمیز کال د شعبان پر دولسمه په اصفهان کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او د مرګ خبر یې کندهار ته راغی.

د مېرمن زینب ویرنه د لوړ ادبي ارزښت لرونکې او د هنر په ګاڼه سمبال ده، چې د خیال او فکر، عاطفي تړون یې د مرثیه لیکنې ټول اصول له ځان سره لري او پر سلاست او رواني سربېره د هېوادپالنې، ملي روحیې او پښتني احساس سمبول هم ګڼل کېدای شي، چې ددې مېرمنې د ویرنې همدا عناصر او سمبولونه موږ ته نه یوازې د هغې د ورور شاه محمود هوتکي د مرګ ویر را یادوي؛ بلکې په ویرنه کې ځینې داسې یادونې او شارې شوې دي، چې هغه په سیاسي لحاظ د هېواد په اداري چوکاټ همدا شان په سیاسي ذکاوت کې هر وخت د کار او پاملرنې وړ دي.

هغه زړورتیا او احساس چې د بي بي زینب په دې ویرنه کې وړاندې شوی دی، د هېواد د باتورو ښځو او پېغلو له مدبرانه ځواکمنتیا او د ژوند د بېلابېلو اړخونو د ښوونې او روزنې غړیتوب کوي.

دغه ویرنه چې د پښتو د ولسي شعر د ساده چاربیتې شکلي جوړښت لري په پښتو ادب کې زما په اند لومړنۍ ویرنه ده، چې د ښځینه شاعرې له خوا ویل شوې ده، موږ دلته ددغې ویرنې یوازې لومړی څو بیتونه د بېلګې په توګه را اخلو:

مرثیه د شاه محمود جنت آشیان

ږغ ســـو چه ورور تېر له دنیا سو نا قــــــــــندهار واړه په ژړا سو نا

زړه مې په ویــــر کې مبتـــلا سو نا چه شاه محمود له ما جلا سو نا

***

دا روڼ جـهــــــان راتــه تورتم دی نا زړه د بېــلتون په تېغ کړم دی نا

هوتک غمــــجن په دې مـــــاتم دی نا د پاچهۍ تاج مــــــــو برهم دی نا

چه شــاه محــمود تېر له دنـــیا سو نا     قنـــــــــدهار واړه په ژړا ســـو نا

***

ځــــوان و مېړه د تورې جنګ و نا ولاړ د کــــــام په نام و ننګ و نا

دښمــــن له ده په ویــــنو رنګ و نا پر مـــــــــیدان شیر و یا پلنګ و نا

 افسوس چه مرګ د ده په خوا سو نا     قنــــــــدهار واړه پـــــه ژړا سو نا

***

محمـــــوده! نه یوازې خــــور ژاړي    پر مرګ دې ټوله کلی کور ژاړي

خپلوان لا څه، پاچا دې ورور ژاړي    لښکر سپاه دې پلی – سپور ژاړي

 پښـــــــتون دې ټول په واویلا سو نا    قـــــــندهــــار واړه په ژړا سو نا

د مرثیې (ویرنې) پاتې برخه د پټې خزانې په ۱۹۰ مخ کې کتلای شئ.

مېرمن زینب سره ددې چې په حکومتي چارو کې یوه مدبره مېرمن وه، په ادبیاتو او ادبي مسایلو کې هم پوره پوهېدله، چې پورتنۍ ویرنه یې د ادبي او شاعرانه پیاوړتیا یوه ښه بېلګه ده. دلته تر ټولو مهمه خبره چې پورته هم پرې بحث وشو، هغه دا دی، چې مېرمن زینب لومړنۍ پښتنه مېرمن ده، چې د ښوونکي په توګه یې تدریس کاوه، چې دا زموږ د هېواد د ښوونیز او روزنیز نظام په بهیر کې د ویاړ ځای دی او د هېواد د نارینه وو او ښځینه وو لپاره بي بي زینب د معارف د ډګر د یوې ځلاندې ‌ډېوې مثال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب