Homeداسې هم شتهساینسد اپل په اشارې چلېدونکی ملفون

د اپل په اشارې چلېدونکی ملفون

تاند- اپل د یوه داسې ایفون موبایل ټېلفون پر جوړولو کار پیل کړی چې د لاس په اشاره کار کوي.

دا ملفون (موبایل)، چې شیشه یې کږه یا قات ده، دې ته اړتیا نه لري چې پر شیشه یې لاس ولګول شي؛ بلکې د ګوتې په اشارې کار کوي.

د بلومبرګ تلویزیون د راپور له مخې، په دې موبایل د ټایپ کولو په مهال به کاروونکي بې له دې چې شیشه ټینګه کړي یا لمس کړي، په هوا کې ټایپ کولی شي.

Play

دا موبایل لا تر کار لاندې دی او ویل کېږي چې لږترلږه دوه کاله نور هم پکار دي چې بازار ته راوایستل شي.

ایفون همداراز په دې کار کوي چې نوی ایفون یې قاتېدونکی وي. دا به د سامسونګ له ایج سره توپیر لري.

دواړه ټېلفونونه لا په لومړي پړاو کې دي او ښايي دواړه په یو وخت راوایستل شي.

همداراز اپل په پام کې لري چې نوي ارزانه مک لپ ټاپونه راوباسي.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...