Homeداسې هم شتهساینسد مصنوعي ذهانت په مرسته د مجرمانو موندل

د مصنوعي ذهانت په مرسته د مجرمانو موندل

تاند- په امریکا کې د مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس یوه داسې سافټ وېر پر جوړولو کار روان دی چې د پولیسو په کمرو او څارونکو کمرو کې کارول کېږي چې مشکوک مجرمان او بې درکه شوي کسان ومومي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې دراپور له مخې، اټکل کېږي چې د امریکا پولیس به ژر له دې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل پیل کړي.

څو ستارټپونو او د ټکنالوژۍ کمپنیو د پولیسو د کار د اسانولو لپاره دا سافټوېر جوړ کړی دی.

په دې سافټوېر کې، چې د پولیسو د کار د اسانولو لپاره جوړېږي، له ځانګړي الګوریتمه کار اخیستل شوی دی. دا سافټوېر په هغو کمرو او دوربینونو کې نصب کېږي چې پولیس یې له ځان سره ګرځوي او یا د ښارونو په بېلابېلو برخو کې د څارنې لپاره لګول شوي دي.

تراوسه پورې دا ټکنالوژي په لومړي پړاو کې ده او پولیسو ته لا سپارل شوې نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...