دوشنبه, مارچ 4, 2024
Home+د پاچاخان، فخر افغان ۳۶ تلین

د پاچاخان، فخر افغان ۳۶ تلین

تاند- له نن څخه ۳۶ کاله پخوا د ۱۹۸۸ د جنورۍ په شلمه د خدايي خدمتګارانو د تحریک نامتو مشر، فخر افغان خان عبدالغفار خان د ۹۷ کلونو په عمر وفات شو.

پاچاخان د شلمې پېړۍ د عدم تشدد هغه بنسټګر او سرلاری مبارز و چې د خپلې مبارزې په دغه لاره کې يې ډېرې سختۍ وزغملې، خو له خپلې غوره کړې لارې يو قدم هم شاته نه شو. هغه داسې يو سوله غوښتونکی شخصيت و چې نن یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک احترام ساتي او يو زيات شمېر پوهان د هغه د مبارزو د قدردانۍ په خاطر څېړنې کوي

د ایشین ایج په نوم په نوې ډېلي کې د خپرېدونکې ورځپاڼې سرمحرر انندسهای چې د افغانانو په اړه یې څېړنې کړې، ليکي چې خان عبدالغفارخان يوه ځانګړتيا درلوده او هغه دا چې په مقاومت يې باور لاره خو د عدم تشدد په مقاومت. د هغه پیغام دا و چې د دولتي دفتر په مخکې کېني، چارواکو ته ووایي، دا هغه څه دي چې خلک یې غواړي او ستاسو پالیسۍ سمې نه دي، لطفاً خپلې پالیسۍ اصلاح کړئ. که تاسو خپلې پالیسۍ بدلې نه کړئ، دی د لوږې اعتصاب کوي، همدلته کیني او نه ښوري. سهای ليکي:”څو ځلې خان عبدالغفارخان د استعماري پولیسو له خوا ووهل شو، خو ده ويل، تاسو ما وهلای شئ، خو د عدم تشدد پر مقاومت او زموږ پر شعار چې سوله ده، زموږ عقیده له موږ څخه نشئ اخیستلای.”

زوکړه او وقات يې:

عبدالغفار خان د بهرام خان زوی د فېبرورۍ په شپږمه، ۱۸۹۰ز کال کې، د اتمانزيو په ټبر، يوه سوله غوښتونکې پښتانه کورنۍ کې، په اوسني خبير پښتونخوا ايالت کې وزږېد او د جنورۍ په شلمه ۱۹۸۸ مېلادي کال کې ومړ.

پاچا خان څوګ دی؟

د عبدالغفار خان پلار بهرام خان په خپله سيمه کې د ځمکو څښتن خان او ملک وو. په هغه وخت کې د عبدالغفار خان لپاره د پلار او کورنۍ په شتو او مزو کې د راحت ژوند او هوساينې هر څه شته وو. خو عبدالغفار خان نرم بستر، سوړ او راحت خوب ونه کړ، د قوم او انسانيت په پار يې يو بله له ستونزو او کړونو ډکه لاره غوره او وټاکله.

د پاچا خان مبارزه:

عبدالغفار خان؛ د بريتانيوي راج او باج پر وړاندې د نه تاوترېخوالي مبارز او مشر، په جهالت او ناپوهۍ کې د پروت پښتون ولس لپاره د رڼا او زده کړو ښوونکی، د ظلم پر وړاندې غږ، خدايي خدمتګار، د محافظه کارۍ د کلتور پر وړاندې خنډ، د مذهب د ټېکه دارانو سر درد، د خپلواکۍ او يووالي نه ستړی کېدونکی سر لار او څاروان؛ پاچان خان شو.

پاچا خان کلي تر کلي، کور تر کور او تر دې چې، د ټولنې فرد ته يې ځان ورسولو؛ د نه تاوترېخوالی، د خپلواکۍ په پار مبازره، سوله – مينه، حوصله او وېښتيا يې ورته توصيه او لارښوونه وکړه.

وايي چې پا چاخان خپلو خلکو ته وويل، چې که چېرې له پوځ، پوليسو او زورواکو ويره لری، نو داسې وسله به درکړم، چې دوی به يې پر وړاندې مقاومت ونشي کړی؛ دا پيغمبري وسله ده، دا وسله د خدای له خدمتګارانو سره ده، دا وسله زغم، حوصله او عدالت دی.

پاچا خان اوږدې لارې په پښو وهلې، په ۱۹۱۵ کالنو کې يې د پښتونخوا ۵۰۰ کلي ولېدل چې بېده او ناخبره پرته دي، هر کلي ته لاړ ته د وېښتيا او مبارزې يې ورته وويل چې، پښتون وېښ شي، ځان او نړۍ جوړه کړي.

پاچا خان ناکامه سړی نه وو، پاچا خان په کم وخت کې پر ځان سل زره کسان راټول کړل، يون او خوځښت شو، د پاچا خان مبارزې مېوه ورکړه او رنګ يې راوړ. خو پاچاخان د خپلې مبارزې ميوه په لومړۍ ورځ، اونۍ، مياشت او کال کې نه ده تر لاسه کړې، پاچا خان وځورېدو، بندي شو، شنکجه شو، وګواښل شو او ستړی شو، خو ده ستړيا احساس نه کړه.

په ۱۹۳۰ کالنو کې، د بريانيوي راج پر وړاندې به مبارزه کې يې د پېښاور په قصه خوانۍ کې يې، کابو ۲۵۰ ملګري د بريتانيا د پوځ د مرميو ښکار شول، پاچا خان بندي شو، خو په عمل کې يې صبر، زغم، حوصله او نه تاوترېخوالی عملي کړ.

پاچا خان اوسني هند ته ورسېد، مهاتما ګاندي سره يې د يو فکر اړيکه ټېنګه شوه، هند ته يې د نه تاوترېخوالی غږ ورسوه. پاچا خان تر هغه له ګاندې سره وو چې په ۱۹۴۷ کې محمد علي جناح پاکستان را بېل کړ. د پاکستان او هند يو وجود او تجزيې، د پاچاخان مبارزه سړه نه کړه. د پاچا خان منزل، د نه تاوترېخوالي پر وسلې مبارزه او وېښتيا وه.

د پاچا خان ستړي ژوند او مبارزې؛ انسان، افغان او پښتون ته ډېر څه ور زده کړل، ډېر څه يې په لاس ورکړل او د ژوند ريښتنې مانا يې ورته وښودله.

د پاچا خان مبارزه که له ګاندې ډېره نه ده، نو کمه خو هېڅکله هم نه ده، خو ګاندي له مرګ وروسته بيا را ژوندی نه شو، چې خلکو ته ووايي، زما مبارزې وستايئ؛ او له ګاندي څخه ګاندېزم جوړ کړئ، بلکې وېښ ملت تر ې پاتې شو او ګاندي يې ګاندېزم کړ.

1 COMMENT

  1. ‘د پاچا خان مبارزه که له ګاندې ډېره نه ده، نو کمه خو هېڅکله هم نه ده، خو ګاندي له مرګ وروسته بيا را ژوندی نه شو، چې خلکو ته ووايي، زما مبارزې وستايئ؛ او له ګاندي څخه ګاندېزم جوړ کړئ، بلکې وېښ ملت تر ې پاتې شو او ګاندي يې ګاندېزم کړ.”

    سلامونه تاندوالاوو لوستونکو ته!
    د فخر ې افغان باچا خان ارواح دې په جنت وي او یاد،مبارزه او زرینې کرښې او خبرې دې د پښتنو/افغانانو لارښود.
    زما په فکر، دپورتنۍ لیکنې وروستني پاراګراف استدلال یا نتیجه سل په سلو کښې نه صحيح ده نه غلطه؟؟.
    ‘- له ګاندهي نه وروسته یو ویښ ملت پاتې دی !یعنې له باچا خان څخه ویدهء ولس پاتې دی؟؟؟”
    دا چې هندوستانی ولس څومره ويښ دی ،هغوی به پرې پوهیږي چې هند کې ېې ژوند کړی او یا اوس هلته درس وايي یا د درملنې لپاره تللي او یا هم د هند د تاریخ،کلتور، مدنیت، ادیانو او ژبو په اړه څیړنې کوي …
    –زه فکر کوم پښتون ولس که له باچا خان نه پخوا و، که د هغهء په وخت کې و او که وروسته ..لا تر اوسه عظيمه قربانۍ ورکړې او په بېسوادۍ کښې ډیر ویښ پاتې شوی؛خو اصلي توپیر د اڼډیا ،افغانستان او تش په نامه پوکسټین په دولتي،نظامي او حکومتي جوړښتونو او تر کومه بریده د خپلو ملي او ولسي منافعو سره په دوستۍ یا دشمنۍ کې نغښتی دی.
    تر ټولو تازه مثال ېې د ډ.پشتین منظور احمد د پشتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.اېم) دی چې د باچا خان د نه تاوتریخوالي=عدم تشډد په الهام د لر او بر پښتنو/افغان د ویښولو او خپلو حقه بشري، انساني،مسلماني او ملي حقونو ژغ ځوانانو، ماشومانو ، زنانه وو،سپینګیرو او تور ږيرو پورې ورساوه مګر خو جګپوړي دولتي چارواکي له خپلو خرو نه راکوزیږي او خپلې خطاوې نه مني. حال دا چې اڼدیا ډیموکراسۍ او دولت او حکومت به داسې ظلمونه نه کوي!!.نو خود به ویښ وي.
    ط.ط. جان خو بیا هاغه دی د ۱۴۰۰ کاله مخکی قصیدې او ترنم باندې افغانان للو کول غواړي!!.
    د بابا عبدالغفار خان زرینه خبره:” که پوره وي او که سپوره ، په ګډه یا شریکه به وي!”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب