تاند – الکول زموږ پر روغتیا ډېر منفي اغېز کوي، چې ځینې یې ښايي تاسو حیران کړي؛ له لنډمهاله اغېزو لکه سردردۍ او اضطراب څخه نیولې تر اوږدمهاله ستونزو پورې، لکه د سرطان د خطر زیاتوالی.
که تاسو د یوې مودې لپاره له الکول څښلو د لاس اخیستلو پرېکړه وکړئ، نو بدن به مو سمدستي او اوږدمهاله ګټې وکړي. خو دا ګټې به کله احساس کړئ؟
ځینې ګټې سمدستي پیلېږي، او ځینې نورې له وخت سره، نو هره ورځ چې الکول نه څښئ، ستاسو د روغتیا لپاره یو مثبت ګام دی.
له یوې ورځې وروسته
بدن ته شاوخوا ۲۴ ساعته وخت پکار دی چې الکول له سیسټمه وباسي. نو کېدای شي تاسې له یوې ورځې وروسته هم بدلون احساس کړئ.
الکول زیات ادرار ته اړتیا رامنځته کوي، چې له امله یې بدن له اوبو خالي کېږي. کله چې الکول له بدنّ ووځي، اوبه ښه جذبېږي، چې دا کار د هاضمې، دماغي فعالیت او انرژۍ په ښه والي کې مرسته کوي. الکول د ځیګر وړتیا هم کموي چې د وینې شکر تنظیم کړي. کله چې الکول ووځي، شکر خپل نورمال حالت ته راګرځي.
که تاسو هره ورځ الکول څښئ، نو ښايي د پرېښودو په لومړیو ورځو کې ناخوښي احساس کړئ؛ لکه بې خوبي، بد مزاجي، خولې یا لړزه. خو دا نښې معمولاً له یوې اوونۍ وروسته له منځه ځي.
له یوې اوونۍ وروسته
الکول که څه هم ممکن په پیل کې خوب راولي، خو د خوب طبیعي دوره ګډوډوي. له یوې اوونۍ بېالکولي وروسته، معمولاً سړی سهار وختي ډېره انرژي لري.
ځیګر چې د وینې پاکول او د مغذي موادو پروسس کوي، له الکول سره بوخت وي او حتا معتدل مصرف د بدن دا غړی زیانمنولی شي. خو ځیګر ژر ترمیمېږي. که یې زیانونه لږ وي، نو شاوخوا اووه ورځې کافی وي چې د ځیګر غوړ کم شي او نسجونه ترمیم شي.
الکول حتا په لږه اندازه هم د مغز فعالیت ګډوډوي. پرېښودل یې کولای شي د لږ او معتدلو څښونکو په مغز کې په څو ورځو کې دننه ښه والی راولي، او د معتادانو په مغز کې د یوې میاشتې په ترڅ کې.
له یوې میاشتې وروسته
الکول کولای شي مزاج خراب کړي او اضطراب یا خپګان زیات کړي. له څو اوونیو وروسته، ډېری کسان ځان ښه احساسوي. حتا سخت څښونکي هم له یوې تر دوو میاشتو وروسته د مزاج ښه والی تجربه کوي.
د الکولو د پرېښودو له کبله له دوو میاشتو وروسته د خوب او مزاج د ښه والي تر څنګ، د انرژۍ سطحه او عمومي روغتیا هم لوړېږي. ډېری کسان له یوې میاشتې وروسته په خپلو وړتیاوو باور زیات احساسوي.
ممکن وزن او د بدن غوړ کم شي، ځکه الکول ډېره کالوري لري او د مغز د انعام سیستم فعالوي، چې د ډېر خوراک یا ناسالم خوړو سبب کېږي. حتا ستاسو پوست هم ګټه کوي. الکول د بدن او پوستکي اوبه کموي او التهاب پیدا کوي، چې څېره زړه ښکاره کوي، خو دا اغېزونه بېرته رغېدونکي دي.
الکول د معدې او کولمو طبیعي فعالیت ګډوډوي او د پړسوب، بد هضمۍ، تیزابیت او نس ناستې لامل کېږي. دا نښې معمولاً له څلورو اوونیو وروسته کمېږي.
له یوې میاشتې وروسته، د انسولین مقاومت (چې کولای شي د وینې شکر لوړ کړي) تر ۲۵٪ پورې کمیږي. فشار هم شاوخوا ۶٪ کمیږي او د سرطان د ودې عوامل هم راټیټیږي.
له شپږو میاشتو وروسته
ستاسو د ځیګر رغېدا له لومړیو اوونیو پیلیږي. د معتدلو څښونکو لپاره، ځیګر کېدای شي تر شپږو میاشتو پورې بشپړ ترمیم شي.
په دې وخت کې، حتا ډېر څښونکي هم ویني چې د بدن دفاعي سیستم یې پیاوړی شوی او عمومي روغتیا یې ښه شوې ده.
له یوه کال وروسته او تر هغه هاخوا
الکول د ډېرو مزمنو ناروغیو عامل یا محرک دی؛ د زړه له ناروغیو، فلج، دوهم ډول شکر، تر اووه ډوله سرطانونو او رواني ستونزو پورې. پرېښودل یا کمول یې کولای شي د دې ناروغیو خطر ډېر کم کړي.
الکول فشار لوړوي، او لوړ فشار د نړۍ د مړینې لوی لامل دی. که فشار له نورمال حده یوازې ۲ mmHg پورته شي، د فلج له امله د مړینې خطر ۱۰٪ او د زړه ناروغیو خطر ۷٪ زیاتېږي.
که د الکولو مصرف په ورځ کې تر دوه ګیلاسه کم شي، فشار ډېر ټیټولی شي، چې په پایله کې د فلج، زړه او پښتورګو ناروغیو، سترګو ستونزو او حتا جنسي ضعف خطر هم کم شي.
د اوږدې مودې لپاره له الکولو ډډه د هر ډول سرطان خطر کموي. یوه څېړنه چې په لړ کې یې تر ۴ میلیونه ډېر لویان له ۳ تر ۷ کلونو پورې تعقیب شول، وښوده چې د هغو الکول مصرفوونکو په منځ کې، چې لږ الکول یې څښل، د سرطان خطر ۴٪ او د ډېر مصرف لرونکو کسانو چې مصرف یې کم کړی و، تر ۹٪ کم شوی.
څنګه بدلون راوړو؟
په الکول کې هر ډول کموالی، مغز او د بدن عمومي روغتیا ته سمدستي ګټې لري. څومره چې لږ څښئ او تر منځ یې واټن زیات وي، هغومره به روغ یاست. که غواړئ مصرف کم یا بشپړ پرېږدئ، دا ساده ګامونه درسره مرسته کولای شي:
- روښانه هدفونه وټاکئ او د هغوی لپاره وړې مرحلې وټاکئ.
- هغو ګټو ته پام وکړئ چې له پرېښودلو یې ترلاسه کوئ.
- پرمختګ مو د «Drink Tracker» په څېر اپلیکیشنونو کې ثبت کړئ.
خو باید په یاد ولرئ، که مو هڅه کړې وي چې مصرف کم کړئ خو نه یاست بریالي شوي، معنا یې دا ده چې مسلکي مرستې ته اړتیا لرئ.