پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+علمي لیکنې (څېړنه) او عمومي لیکنې | پوهاند دودیال

علمي لیکنې (څېړنه) او عمومي لیکنې | پوهاند دودیال

(دوهمه برخه)

د دې مقالې په لومړۍ برخه کې اکاډمیکه/علمي لیکنه له عمومی لیکنو تفکیک شوه؛ وویل شول چې: علمی تحقیق یا اکاډمیکه څېړنه (research) هغه ژوره او عالمانه پلټنه ده چی په هغی سره واقعیتونه وموندل شي. دا له دو برخو جوړه ده: reد بیا او search د لټون، جستجو، پلټنې او بیا بیا کتنې په مانا ده. علمی لیکنه پرفاکتونو،علمی تجربو Scientific Experiment، ارقامو او شواهدو استواره او اخځ ټول په اخر یا لمنلیک کې معرفی کیږي، چې دواړه (لمنلیک-سایتشن او ریفرنس لیکل خپل اصول لري).  علمي لیکنه، دریسرچ راپور یا مقاله د (heavy/scientific writing) ټول خصوصیات لري. یو شمېر خصوصیات تېره برخه کې یاد شول، پاتې ضروري ټکي دادي:

یوه تخنیکی- تحقیقی علمی مقاله دموضوع د وضاحت اوثبوت لپاره مرستندویه موادو څخه کاراخلی لکه ډیاګرام، جدولونه، او ډېټا چې په لیکنه کې ترې استفاده شوې وي. د هرشکل او جدول له پاسه یی نوم یا عنوان، ګڼه او لاندی یی اخځ وي،  شکلونه، معادلات، فورمولونه او جدولونه باید مسلسل شماره ولری ، حال دا چې عمومی لیکنو کې دا قواعد نه رعایت کیږي .

بله موضوع د واحداتو او مقیاسونو ده. د وزن، واټن، مایعاتو، تودوخې وخت، مساحت او نورمقیاسونه ځانګړي دي، لکه  کیلوګرام  kg، مترm، ثانیه s، مربع متر m2 مکعب مترm3 ، سانتیمترcm ، دقیقه min، ساعت hr، امپیرA، کندلcd، کالوینK اونور. دلته ګورو چې نړیوال اوزان اکثریت په کوچنیو حرفو، خو یو شمېر په کپیتال دي، لکه د تودوخې لپاره د ( K) واحد. سره له دې چې هر یو یې لنډیز دی، خو خواته داټ (.) نه لري، محلی اوزان بیا (.) غواړی(لکه زموږ جریب (jer.) او د بریتانیا پوند، انچ او یو څو نور چې نړیوال ستندرد واحداتوسره یو څه توپیر لري. واحداتو کې توپیرونه شته، لکه فارنهایت او سانتیګراد…آسیایی هیوادو کې هم داسې مثالونه شته. په دې توګه علمی لیکنه د مقیاساتو او واحداتو برخه کې ځانګړی قواعد لري.

اعداد او ارقام هم همدومره دقت غواړي. له لسو ټیټ ارقام په عدد نه، بلکې په حروفو، له لسو پورته هم په رقم او هم په حروفو لیکلای شو. لوی ارقام د طاقت په بڼه لیکل کیږي لکه 107، اعشاری او کسری اعداد. سلنه، اعظمی او اصغری او اوسط….

ډېره به ښه وي چې له اصلي عنوان لاندې نور عنوانونه په فرعي شمېرنو او برخو سره جلا کړو، لکه:

په طبیعت کې اوبه په لاندې بڼو موجودې دي:

۱،مایع؛

۲،جامد(کنګل)؛

۳.بړاس؛

۴.خاوره کې درطوبت په بڼه؛

۵.دونو- بوټو، ژوندیو موجوداتو په جووړښت کې.

یا:

بشپړ خوراک باید په لازم ترکیب لاندی اجزا ولري:

الف) پروتین،

ب ) شحمیات،

ج  )قند/ کاربو هایدریت،

د ) منرالونه،

هـ ) ویټامینونه او ورسره اوبه.

ځینی وخت فرعی عنوانونه د I , II, III, IV,V,VI….. او یا هم د  ۱:۱ ، ۱:۲ ، ۱:۳  په بڼو لیکلای شو. دا نړیوال او جهانشموله ټکي دي چې ټولو ژبو، ټولو هیوادو، اکاډمیو او پوهنتونو کې رعایت کیږي.

 (دا دی؛ د فرعي عنوانو مثالونه ستاسو مخې ته راځي، په ادامه کې یې وګورئ)

د علمی څیړنی ډولونه (Types of Research)

الف ) د هدف له مخی د څیړنی ډولونه:

  • خالصه څیړنه (Pure Research )
  • تطبیقی څیړنه ( Applied Research)

ب ) د ماهیت له مخی څیړنه:

  • نوښتی (بکر) څېړنه/تحقیق ( initiative Research )
  • اکتشافی څېړنه/تحقیق( Exploratory Research)
  • توصیفی څیړنه ( Descriptive Research)
  • توضیحی څیړنه ( Explanatory Research)
  • کتابتونی تحقیق اوسروی. د سروې لپاره پوښتنلیک، د لومړی لاس معلوماتو او ددوهم لاس معلوماتو (first hand information and second hand information، مرکو او مشاهداتو( observation) ته ضرورت دی.

ج)د ارقامو د ماهیت  پر بنسټ د څیړنی ډولونه:

  • کمی څیړنه (Quantitative Research )
  • کیفی څیړنه ( Qualitative Research )
  • مختلط ( Mixed Res.)

د یوه ښه څیړونکی ځانګړتیا دا ده چې په خپل علمی کار کې بیطرفه وي، د هیچا پلوی ونه کړي، شخصی احساس یې په موندلو( research finding) کې دخیل نشي، لازم مهارتونه ولري، د علمی څیړنی اخلاقی اصول رعایت کړي او امانتدار وي.

د علمی تحقیق او علمی مقالې لیکنې لپاره د څیړونکی مهارتونه دا دي:

  • د تحقیق د پروپوزل (پلان) جوړولولو مهارت،
  • د کمپیوتر د insert ، references ، mailing ، اکسېل او review په کارولو کې مهارت،
  • په کمي څېړنه کې ارقام ډېر ښه تحلیل کړای شي، له پیل ترپایه معین میتود وکاوري، ارقامو کی کمی یا زیاتی ورڅخه ونشی او پایله له ډیټا څخه ترلاسه کړي،
  • په Deductive Method یعنې له کُل څخه د جُز په لور ترسره کولو پوه وي،
  • نمونه ټاکنه Sample په دقت وکولای شي او احصائیوی میتودونه یې زده وی،
  • څېړنه په قوی منطق او استدلال پر مخ بوځي،
  • د علمی راپور لیکلو کې د لیکوالی مهارت ولري.

د علمی تحقیق دترسره کولو کې د نمونې (سمپلنګ)لاری او تخنیکونه

نمونه اخبستل  (Sampling ):

  • نمونه او کل ( Sample and universe)، وضاحت ؛
  • د نمونی اخیستو ډولونه ( Types  of sampling)؛
  • په قصدی ډول غوره کول ( Deliberate sampling)؛
  • تصادفی نمونه اخیستل (Random sampling )؛
  • سیستماتیکه نمونه اخیستل (Systematic sampling )؛
  • طبقه یی نمونه اخیستل (Stratified sampling )؛
  • په نمونې تجربه .

څیړونکی باید هېر نه کړي چې د مربوطه مسلک کارکوونکو، محصلانو، ملاتړ کوونکومراجعو، دوسایلو او تجهیزاتو د استعمال او استهلاک او ذیدخلو موسساتو او بالاخره د ټولنی او ټول بشریت  په وړاندی دروند مسئولیت لري.

په دې توګه دې پایلې ته رسیږو چې عمومی لیکنې هم خپل اصول او ارزښتونه لري، خو د علمی لیکنو اصول کانکریټ ټاکل شوي او په جدي ډول درعایت وړ دي. دواړه په ټولنه کې لوستونکو ته اهمیت لري. د علمی – څېړنیزو لیکنو او عمومی لیکنو توپیرونه د پېژندنې وړ دي، چې خپل ځایونه لري.

نوټ : متاسفانه زموږ د ملي ژبو ویبسایتونو ته د دې ډول واحداتو، اختصاراتو او نورو لیږل ستونزمن دي، دا ځکه چې وروسته تر نشر، یو شمېر یې ځای بدلوي، آن انګلیسی او لاتین اصطلاحات بدل رابدل شی، نو که دی لیکنه کی دې ډول مثالو سره مخ شوئ، علت یې د لیږلو ستونزه ده، اما انګلیسی ژبو ویبیسایتونو ته لیږلو کې هیځ تشویش او ستونزه نه وي. ډېر ځله د لیکنو دځای بدلون په تېروتنه تعبیر کیږي.پورته لیکنه کی د یو څو جدولونو، فومرولونو  او معادلو مثالونه موجود وو، خو د تخنیکی ستونزې له امله یې له راوړلو ډډه وشوه.

دوام لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...