پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد اوپن اې آی براوزر به د ګوګل سلطه پای ته ورسوي؟

د اوپن اې آی براوزر به د ګوګل سلطه پای ته ورسوي؟

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) رویټرز خبري آژانس په یوه ځانګړي راپور کې ویلي، چې «اوپن‌اې‌آی» شرکت ډېر ژر یو نوی ویب‌براوزر وړاندې کوي، چې د مصنوعي ذکاوت پر بنسټ جوړ شوی او د ګوګل کروم لپاره جدي سیال ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، تمه ده چې دا براوزر په راتلونکو اوونیو کې بازار ته راووځي، او موخه یې دا ده چې د مصنوعي ذکاوت له لارې د کاروونکو د ویب‌ګډون طریقه په اساسي ډول بدله کړي.

دا نوی محصول به «اوپن‌اې‌آی» ته دا وړتیا ورکړي، چې د ګوګل د بریا اصلي سرچینې، یعني د کاروونکو معلوماتو ته مستقیم لاسرسی پیدا کړي.

کارپوهان وايي، که چیرې حتا یوه برخه له هغو ۵۰۰ میلیونه کاروونکو څخه چې په اوونیز ډول له ChatGPT څخه کار اخلي، دا براوزر وکاروي، نو دا به د ګوګل پر یوه له مهمو عایداتي سرچینو یعني اعلانونو، فشار راوړي.

د دې دلیل دا دی چې کروم د کاروونکو د معلوماتو راټولولو لپاره مهمه وسیله ده – هغه معلومات چې د هدفمن اعلان لپاره کارېږي، او د لټون ترافیک ګوګل ته انتقالوي. د کروم رول په دې برخه کې دومره ستر دی چې د امریکا د عدلیې وزارت له «الفابټ» څخه یې غوښتي چې دا برخه ترې جلا کړي.

دوو خبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د اوپن‌اې‌آی براوزر داسې ډیزاین شوی چې د کاروونکو ډېری تعاملات به د ChatGPT په څېر له یوه چټ انټرفېس (Chat Interface) سره محدود وي، او کاروونکي به اړ نه وي چې مستقیم په ویب‌سایټونو کلیک وکړي.

بله سرچینه وايي، چې دا براوزر د اوپن‌اې‌آی د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده، څو د خلکو په شخصي او مسلکي ژوند کې خپل حضور زیات کړي.

د اوپن‌اې‌آی ویاند په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...